كراچي 06 ستمبر (اے پي پي) د دفاع ورځې په موقع د قائد په مزار د ګارډ بدلون دستوره شوې۔د جاري شوې اعلاميې له مخې د پاك فضائيه د اصغر خان اكېډمۍ چټك ډلې د اعزازي ګارډ فرائض سنبهال كړل۔په دې ګارډ كښې د دريو مېرمنو پشمول 46 كېډټس شامل دي۔په دې موقع ايئر وائس مارشل شكيل غضنفر ستاره امتياز ملټري خاص مېلما وو۔په دې موقع فاتحه خواني وكړی شوه او خاص مېلما د قائد په مزار د ګلونو څادر وغوړولو