د پاك چين اقتصادي راهدارۍ ګېټ وے پاكستان دے۔ سي پېك سره به تجارت تر چين او منځني رياستونو خپور شي۔ اېبټ آباد او هري پور كښې په ګڼ شمېر منصوبو كار روان دے۔ چينائي سفير

image

اېبټ آباد۔ 12 ستمبر (اے پی پی) پاکستان كښې د چين سفير ژاؤ جنګ وئيلي دي چې د پاك چين اقتصادي راهدارۍ ګېټ وے پاكستان دے۔ سي پېك سره به تجارت تر چين او منځني رياستونو خپور شي۔ اېبټ آباد او هري پور كښې په ګڼ شمېر منصوبو كار روان دے۔ ده د خالي په ورځ د اېبټ آباد ډسټرکټ بار د 50 مېرمنو وكيلانو ترمينځھ د لېپ ټاپ وېشلو دستورې ته خطاب كولو۔ ژائو جنګ ووئيل چې د سائنس او ټېكنالوجي په پرمختګ كښې به پاكستان سره د چين لخوا مر سته روانه وي۔ په دې لړ كښې چين هري پور كښې د سائنس او ټېكنالوجي ادارې جوړولو پرېكړه كړې ده۔ ده ووئيل په تعليمي څانګه كښې به هم مرسته روانه وي۔ په دې لړ كښې اېبټ آباد كښې د چينائي ژبې يوه اكېډمي كار كوي۔ اېبټ آباد كښې د پرمختګ ستائنه كولو سره سفير ووئيل ما څو وارې د اېبټ آباد دوره كړې ده او دغلته مې تعليمي ادارو او طبي خذماتو كښې بهتري ليدلې ده۔

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا سانتا کیٹرینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں