په كشمير او اتومي طاقت به هېڅ سودا ونه كړې شي ۔د كشمير پارليماني كمېټۍ چيئرمېن شهريار آفريدي

image

اسلام آباد 21 ستمر(اے پی پی) د كشمير پارليماني كمېټۍ چيئرمېن شهريار آفريدي وئېلي دي په كشمير او اتومي طاقت به هېڅ سودا ونه كړې شي ٬د كشمير پارليماني كمېټي د ټولو ګوندونو څخه د كشمير په معامله د اتفاق او اتحاد غوښتنه كوي٬حكومت به د كوم احتجاج له امله په فشار كښې نه راځي۔اولس په پارليماني جمهوريت ګښې ټاكلو شوو كسانو ته د پنځو كلونو وخت وركوي٬د ګل په ورځ مېډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل آيا اېف اے ټي اېف د عمران خان مسئله ده٬دانګلستان څخه تقرير كونكي چې كله په اقتدار كښې وو نو دوي ولې پريكړې ونه كړې۔ده ووئيل مونږ به د چا په فشار كښې نه راځو۔ده ووئيل كشمير نړيواله مسئله ده بايد په اے پي سي كښې د كشمير په اړه هم واضحه دريځ وركړے شوے ؤ

مضمون کا ماخذ : میگا سینا پریمیو
متعلقہ مضامین
مزید خبریں