وفاقي وزير محمد اعظم خان سواتي سره ډاكټر زرقا سهروردي تيمور وليدل

image

اسلام آباد 01 اکتوبر (اے پی پی)د نشه اي توكو مخ نيوي وفاقي وزير محمد اعظم خان سواتي سره د پنجاب حكومت وياند ډاكټر زرقا سهروردي ليدلې دي۔د ملاقات په مهال تعليمي ادارو كښې د نشه اي توكو پھ زيات شوي استعمال او تعليمي ادارې د نشه اي توكو څخه پاكولو په اقداماتو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ډاكټر زرقا سهروردي ووئيل تعليمي ادارې د نشه اي توكو څخه پاكولو په اړه هڅې كوو او وفاقي وزير له يې د خپلې ډلې كاركردګۍ او پوهنتونونه د نشه اي توكو څخه پاكولو په اړه بريفنګ وركړو۔ده ووئيل زمونږ ډله د نشه اي توكو لعنت ختمولو لپاره په زړه پورې كار كوي۔په دې موقع وفاقي وزير اعظم خان سواتي د ډاكټر زرقا او د هغې د ډلې هڅې وستائېلې۔ده ووئيل د ټولنې څخه د نشه اي توكو خاتمه او په خاص توګه تعليمي ادارې د نشه اي توكو څخه پاكول يو لويې چېلنج دے۔ده ووئيل دې كار لپاره د وفاقي او صوبائي حكومتونو ترمينځه شريكې مرستې او كار كولو ته اړتيا ده

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں