چيچه وطني ٬ د دوو ډلو ترمينځ وسله واله نښته ٬ 5 كسان مړه

image

چیچه وطنی۔3اکتوبر (اے پی پی) چیچه وطني کښې د دوو ډلو ترمینځ په وسله واله نښته کښې پنځه تنه وژل شوي دي ، د پولیسو وېنا له مخې تیر ماښام باره اېل 108 كلي كښې د مخالف ډلو دوه غړي خپلو كښې په لږه خبره وروان شؤ۔ ځائي خلكو ددوئي ترمينځھ شول۔ ولې كله چې د راجپوت ډلې وسله والو د مخالفې جټ ډلې غړو ته ننګونه وکړه نو دغلته موجود ثاقب د خپلې وسلې سره ډزې وکړې او د راجپوت ډلې دوه غړي یې په ځای ووژل او دوه نور یې ټپیان کړل ، په دې نښته كښې ثاقب جټ هم د راجپوت ډلې په ډزو ټپي شو. درې واړه ټپیان تحصیل روغتون ته منتقل كړې شول۔ چرته چې د راجپوت ډلې وسله وال کسان ایمرجنسي وارډ ته ننوتل او ډزې یې وکړې چې له امله یې ټپي ثاقب جټ مړ شو. پېښه كښې مړو شويو كښې درې خپل ورونړا محمد اصغر ٬ محمد آصف او وسيم هم شامل دي۔

مضمون کا ماخذ : bolão lotofácil
متعلقہ مضامین
مزید خبریں