پېښور ۔3اکتوبر (اے پی پی) د دفاع وفاقي وزير پروېز خټك وئيلي دي د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې به د پي ټي آئي حكومت خپله آئيني موده ترسره كړي۔ مخالفه ډلې بې وخته چغې پورته كوي۔ مخکې له دې چې د اپوزیشن ګوندونو حرکت پیل شي ، د دواړو لويې سیاسي ګوندونو ترمینځ اختلافات راپورته شوي دي. پخوانے وزيراعظم نواز شريف او پخوانے اولس مشر آصف علي زرداري اوس نه د خپلو لارښودو پخلا كولو هڅو كښې بوخت دے۔ خلک د دوئي په بيانيه ښه پوهېږي۔ د مولانا فضل الرحمن ارمان پوره کیدونکی نه بریښي.د ادارو او د پاك پوځ په ضد سازشونه د دښمن په ايجنډا د عمل كولو برابر دي۔ اپوزيشن حكومت بلېك مېل كولې نه شي۔ د استعفاګانو دړكې دې اپوزيشن نه وركوي كه دوئي استعفاګانې وركړې نو حكومت به ضمي ټاكنې وكړي۔ احتجاجي تحريك نه به اپوزيشن نه منع كوؤ۔ ولې د قانون خلاف ورزي به زغملې نه شي۔ په ضمني ټاكنو كښې به تحريك انصاف بشپړه كاميابي ترلاسه كړي۔ ده نوشهره كلان كښې د حاجي بلاد خان او دده د ټولې كورنۍ او مياں ګوهر علي شاه كاكا خېل ٬ مياں مقصو علي شاه كاكا خېل او د ده د ټولې كورنۍ ٬ مياں غوث علي شاه ٬ مياں سيد علي شاه ٬ خالد علي شاه ٬ صديق علي شاه او منصور علي شاه مسلم ليګ نون نه تحريك انصاف كښې د شاملېدو په موقعه اولسي غونډې او د مياں ذوالفقار علي شاه استقباليې او امان ګړھ كښې د كونسلر ظهور خان په حجره كښې وركر كنونشن ته د خاص مېلما په حېث خطاب كولو۔ پروېز خټك ووئيل دا مهال پاكستان ډېر نازك پړاؤ نه تېرېږي۔ د وخت غوښتنه ده چې اپوزيشن ګوندونه د هېواد په ګټه سياست وكړي۔ وزیراعظم عمران خان سوا د کرپشن په هره يوه نقطه اپوزيشن سره خبرو كولو ته چمتو دے۔ ده ووئيل د كورونا ناوړه صورتحال باوجود د وزيراعظم عمران خان غوره تګلارې او په زړه پورې پالېسيو سره د هېواد معيشت ته سهارا ترلاسه شوه۔ اوس كله چې هېواد د پرمختګ په لوري روان شو معلومه نه ده اپوزيشن د چا په ايجنډا كار كوي۔ د اړي ګړي رامخې ته كولو هڅې روانې دي او د ادارو په ضد خبرې كولې شي۔ او د اپوزيشن ددې عمل نه هېواد دښمنه خلك ګټه پورته كوي۔ ده ووئيل دا وخت د قامي يو والي دے۔ او سياسي ګوندونه په ګډه دا منطقه د امن مركز جوړولے شي۔ ده ووئيل د پي ټي آئي حكومت ته د اپوزيشن نه كوم خطر نشته۔ اپوزيشن به ډېر زر ټوټې ټوټې شي ولې چې ټول مختلف خيال لرونكي ګوندونه په ذاتي ايجنډا يو ځائې شوي دي او د خپلو مشرانو بچ كولو له اېن آر او غواړي۔ ولې عمران خان به چا ته اېن آر او ورنكړي۔ ده ووئيل ګرانۍ او بې روزګارۍ ختمولو له وزيراعظم كوټلي ګامونه پورته كول پېل كړي دي۔ د هېواد معيشت مخ په ښه كېدو دے۔ اوس د اولس معاشي حالت ښه كولو ته پاملرنه كوؤ۔ ده ووئيل نوشهرہ کلاں لپاره د اوبو نكاسۍ لويه منصوبه منظوروو۔ د سوئی ګېس کم پرېشر مسئلې حل كولو له د 10 انچ قطر پائپ لائن غزوو۔ په دې به ډېر زر كار پېل شي