هېواد كښې د فرقه ورانه همغږۍ ودې لپاره د 20 نكاتي ضابطه اخلاق منظوري وركړی شوه

image

اسلام آباد 06 اکتوبر (اے پی پی) اسلامي نظرياتي كونسل كښې پیغام پاكستان كنفرنس ګډون كوونكو ووئيل علماﺀ ٬مشائح او د ژوند د ټولو څانګو سره تعلق لرونكې د قانون نافذ كوونكو ادارو او وسله والو بشپړه مرسته كوي دغسې چې د ټولنې څخه تشدد ختم كړے شي٬اسلامي نظرياتي كونسل كښې پیغام پاكستان كنفرنس وشو چې پكښې د ټول هېواد جيد علماﺀ كرامو ګډون وكړو۔كنفرنس په هېواد كښې د فرقه ورانه همغږۍ ودې لپاره د 20 نكاتي ضابطه اخلاق منظوري وركړې۔په كنفرنس كښې د مذهبي چارو وفاقي وزير نور الحق قادري٬مفتي تقي عثماني٬مفتي منيب الرحمان نه علاوه عالمه ساجد مير، حنیف جالندھری، قبله ایاز، ډاکټر محمد راغب نعیمی، سید افتخار حسین نقوی، راجه ناصر عباس ،فقیر محمد نقیب الرحمان،عارف واحدی او سید ضیا اﷲ بخاری ګډون وكړو۔ د پیغام پاکستان په رڼا كښې د جاري ضابطه اخلاق له مخې پاکستان كښې به ټول وګړي د ریاست سره د خپلې وفادارۍ پابند وي،د رايو څرګندونې آزادی د اسلام او د هېواد د قوانین ماتحت ده، د فرقه ورانه نفرت او د پاکستان شناخت په ضد به كوم هم پروګرام نه شي نشر كېدې،څوك به په جومات ، امام بارګاہ، منبر او محراب او مجلس كښې د كركې وړ تقریر نه كوي، د ضابطه اخلاق له مخې د فرقه وارانه موضوعات په اړه به په ټی وی، ورځپاڼو او سوشل میډیا متنازع خبرې نه شي كېدې ۔ اسلام د ميرمنو د حقونو تحفظ کوي، د هغوي د تعلیم ، روزګار او د ووټ د حق تحفظ به کولې شي، د پاکستان غیر مسلمه وګړي حق لري چې د خپل مذهب او مذهبی رسومات د خپلې عقيدې له مخې ادا كړې۔ کنفرنس نه پس د جاری کړې ضابطه اخلاق له مخې سرکاري ، نجی او د مذهبی تعلیمی ادارو په نصاب كښې دې د رايو اختلاف آداب شامل کرے شي،څوك به نه ترهه ګرۍ له وده وركوي او نه به ذهنی او جسمانی تربیت كوي۔ د علماء کرامو په لاس ليك جاری ضابطه اخلاق كښې وئيلي شوې د چا په ضد د کفر مرتکب كيدو پريكړه كول د عدالت دائرہ اختیار دے ، د مسلمان تعریف هغه معتبر دے كوم چې د پاكستان به دستور كښې دے، د ضابطه اخلاق له مخې د خپل مسالك او عقائدو د تبلیغ حق شته خو د چا په ضد ، ادارې یا فرقې په ضد د كركې یا بې بنسټه تورونو لګولو اجازه به ورنه كړې شي، علماﺀ، مشائخ او د ژوند د ټولو څانګو سره تعلق لرونكې دې د قانون نافذ کوونكو ادارو او وسله والو ځواكونو ملاتړ وكړي دغسې چې د ټولنې څخه تشدد ختم كړے شي

مضمون کا ماخذ : غالب افریقہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں