د حكومت په هلو ځلو د كشمير مسئله په نړيواله كچه پورته كړې شوې۔علي امين ګنډا پور

image

اسلام آباد 06 اکتوبر (اے پی پی)د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين ګنډا پور وئېلي دي د حكومت په هلو ځلو د كشمير مسئله په نړيواله كچه پورته كړې شوې او په دې مسئله د پاكستان او كشميريانو موقف ته ډاډګيرنه ترلاسه شوې۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د اي يو۔ پاك فرينډ شپ فېډرېشن اروپاﺀ چيئرمېن چوهدري پروېز اقبال لوسر سره د ملاقات په مهال كړې چا چې د نهې په ورځ ده سره ملاقات كولو۔د ملاقات په مهال د كشمير په مسئله او بهر هېوادونو كښې د پاكستانيانو په كردار تفصيلي خبرې شوي۔وفاقي وزير د كشمير په مسئله بهر هېواد كښې د مېشته پاكستانيانو كردار ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي په نړيواله كچه د كشمير په مسئله د پاكستان او كشميريانو موقف رامخې ته كولو كښې بهر هېوادونو كښې د پاكستانيانو كردار مهم دے۔ده ووئيل د اروپائي پارليمان د اړخه د كشمير په مسئله پرله پسې غږ پورته كول د اطمينان وړ دي۔ده ووئيل نه يوازې اروپاﺀ بلكې برتانيه او امريكا كښې هم پاكستانيان او كشميريان د كشمير په مسئله د پاكستان موقف په ښه ډول پورته كوي۔وفاقي وزير ووئيل تېر كال وزيراعظم عمران خان د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ ته د خطاب په موقع د كشمير مسئله په ښه ډول پورته كړې۔ده ووئيل بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستاني كميونټي نه يوازې د كشمير په مسئله مهم كردار ترسره كوي بلكې د هند فاشسټ ايجنډا په ډاګه كولو كښې هم كردار لري۔په دې موقع د اي يو پاك فرينډ شپ فېډرېشن چيئرمېن د كشمير په مسئله د خپلې ادارې د اړخه هڅو څخه وفاقي وزير خبر كړو۔چوهدري پروېز اقبال وفاقي وزير له د كشمير مسئله په اروپاﺀ كښې رامخې ته كولو او په دې لړ كښې د پاكستاني كميونټۍ ډاډګيرنې لپاره د اروپاﺀ دورې بلنه هم وركړه۔ دغسې وفاقي وزير چوهدري پروېز اقبال لوسر له د خذماتو په اعتراف يو يادګاري شيلډ هم وركړو

مضمون کا ماخذ : سانتا کا سرپرائز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں