اسلام آباد۔7 اکتوبر (اے پی پی) د موسمياتي بدلون وزيرې زرتاج ګل وئيلي دي د منامټا کنونشن توثیق پاکستان مركري څخه د پاك هېواد جوړولو پلو يو لوئے ګام دے۔ د مرکری په انساني روغتيا د منفي اغېز له امله به حكومت د دغې كارولو كښې كمې راولي۔ په دې اړه شعور رامخې ته كولو له دې ميډيا خپل رول ولوبوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغې د شورؤ په ورځ يو خبري كنفرنس كښې وكړه۔ هغې ووئيل وفاقي حكومت د منامټا كنونشن منظوري وركړې چې ورسره به هېواد كښې د پارې كارولو مخنيوي له ګامونه پورته كړې شي۔ د پاره په بېلو مصنوعاتو كښې كارول په انساني صحت منفي اثرات لري۔ په طبي آلاتو او كاسمېټكس مصنوعاتو كښې پاره زياته كارولې شي۔ هغې ووئيل زمونږ حكومت لوظ كړے ؤ چې د دې كارولو كښې به كمې كولې شي۔ نن په دغه لړ كښې مهم پېشرفت شوے۔هغې ووئېل پاكستان په باضابطه توګه مركري كښې د كمي خواهش سره د كنونشن توثيق كړے ۔ دا د وزيراعظم عمران خان د صاف پاكستان وژن برخه ده۔ هغه ووئيل تھرمامیټر، بلډ پرېشر آپرېټس او د غاښونو فلنګ سره سره د کاسمېټکس مصنوعاتو كښې هم ډېر كارولې شي۔ د رنګ سپينوونكو كريمونو لېب ټېسټونه وكړې شول په هغو كښې 57 مصنوعات صحت ته ضرر رسوؤنكي وګرځولے شول۔ دغسې د صابن بېلو قسمونو هم ټېسټونه وكړے شول كومو كښې چې 400 په صحت منفي اغېز كوؤنكي دي۔ هغه ووئيل مونږ به اړوندو كمپنيو سره په دې لړ كښې په معيار عملدرآمد له خبرې كوؤ۔ هغې ووئيل ټولو اړوندو همكارانو سره په ګډه به پاكستان مركري فري هېواد جوړوؤ۔ په دې اړه شعور رامخې ته كولو له به ميډيا له بشپړه كردار لوبول وي۔