اسلام آباد 14 اکتوبر(اے پی پی)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي د تحريك انصاف حكومت به د نرخونو كمولو لپاره هر ممكن اقدامات كوي٬كه وزيراعظم اقتصادي ښه والي لپاره اقدامات نه وو كړي نو هېواد ديواليه كېدو٬دا د تېر وخت د لوظ نامو نتيجه ده خو مونږ به د دې چېلنجونو مقابله كوو٬حكومت د معاشي ښه والي لپاره سختې پريكړې كړي٬ښه والي راتللو كښې به وخت لګي۔د شورو په ورځ خارجه وزير شاه محمود قرېشي د وفاقي وزيرانو سيد فخر امام او حماد اظهر سره خبري كنفرنس ته خطاب كښې ووئيل په نرخونو كښې استحكام راوستل د حكومت فرض دي ٬حكومت د خپلو فرائضو څخه غافل نه دے ٬يوه ډله ډيمانډ او سپلائي كښې د فرق څخه ناجائزه ګټه پورته كوي۔د غنمو لپاره د ډيمانډ او سپلائي فرق تر مخه سمه پريكړه شوې۔ده ووئيل مونږ احساس لرو چې اولس د چينو او اوړو په بيعو كښې د زياتوالي په سبب ستونزو سره مخ دے٬ذخيره اندوزي كوونكو ته پیغام دے چې حكومت به هغوي داسې نه پرېږدي۔ ده ووئېل په بيعو كښې استحكام راوستلو لپاره وزيراعظم تېره ورځ د صوبو د چيف سېكرټريز سره ميټنګ كړے او په دې حقله مهمې پريكړې شوي۔خارجه وزير ووئيل زه د هغه كاردارانو مننه كوم چا چې د ماركيټ د اصل صورتحال څخه مونږ خبر كړې يو٬د ذخيره اندوزو مقابلې لپاره د صوبائي حكومتونو كردار مهم دے او په دوي نظر ساتل د صوبائي حكومت ذمه واري ده۔ ده ووئېل وفاقي حكومت د ټول صورتحال څخه خبر دے او په بيعو كښې استحكام لپاره به عملي اقدامات كولے شي۔خارجه وزير ووئېل ۔د اي سي سي راروانه غونډه كښې به مونږ د كروندګرو ډاډګيرنې لپاره هم خاص اقدامات كوو۔د خوراك څښاك څيزونو ذخيره كولو اجازه به نه وركړؤ كېږي ٬د دې په ضد به د صوبو سره په ګډه ايكشن اخلو۔ده ووئيل تېره ورځ د وزيراعظم په مشرۍ كښې په غونډه كښې مهمې پريكړی شوي٬څلور زره څيزونه يوټېلټي سټورونو ته د سپلائۍ كولو پريكړه شوې۔ده ووئيل هغه طبقه كومه چې غريبۍ سره ژوند كوي۔د هغوي لپاره به سبسډي وركولې شي۔د قانون خلاف ورزي كوونكو سره به رعايت نه كېږي او د هغوي په ضد د كاروائې پريكړه شوې۔خارجه وزير ووئيل ګراني يوه مسئله ده خو دا د شپې شپی نه ده راغلې۔دا معاشي ستونزې د يو يا دوو كلونو پیداوار نه دے٬ زمونږ حكومت مشكل پريكړې كړي٬كه مونږ داسې نه وو كړي نو هېواد ديواليه كېدو۔ده ووئيل كورنا وبائي چېلنج زمونږ ستونزې نورې هم زياتې كړي٬ښه والي لپاره وخت ته اړتيا ده خو ډېر زر به په دې بحرانونو قابو ومومو او دې لپاره مونږ عملي اقدامات كوو۔په دې موقع د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير سيد فخر امام ووئيل حكومت به په هېواد كښې عامو وګړو له ضروري څيزونه په ارزانه بعيه وركول باوري كوي او دې لپاره به هر ممكن اقدامات كوي۔ده ووئيل حكومت په هېواد كښې د وګړو د ستونزو څخه خبر دے او په چیلنجونو قابو موندلو له ګامونه پورته كوي۔ده باور وركړو چې د حكومت د اړخه پورته كړو اقداماتو په نتيجه كښې به د بحالۍ اثرات رامخې ته شي۔وفاقي وزير ووئيل ځايې ماركيټ په مقابل كښې د غنمو په نړيواله بيعه كښې تندي رامخې ته شوې۔ده ووئيل په بيعو كښې ناجائزه زياتوالے او د ذخيره اندوزو مقابلې لپاره به د صوبائي حكومتونو سره په ګډه مكنزم جوړولے شي۔ده ووئيل درآمدي غنم ځايې ماركيټونو ته رارسېدلي۔د دې نه علاوه د حكومت څخه د حكومت د لارې درآمد شوي غنم به هم ډېر زر ماركيټ ته راورسېږي ۔ده ووئيل په هېواد كښې د غنمو زياتې پانګې لرو او د راتلونكې كېف سره به دا لا زياتې شي او دې سره به د فرضي طلب او ذخيره اندوزې حوصله شكني وشي۔په دې موقع د صنعت او پیداوار وفاقي وزير حماد اظهر ووئيل حكومت د سټاك تصديق لپاره د چينو د فزيكل څارنې پريكړه كړی۔ده ووئيل تراوسه 55 زره ټنه چيني درآمد كړی شوي او يو لك ټن به په يو څو ورځو كښې راورسي چې په نتيجه كښې به يې د چينو په يو كلو بيعه كښې لس نه تر پنځلسو روپۍ كمے راشي۔ده ووئيل شوګر مېلونو ته وئېلي شوي چې په وخت د ګني كرېشنګ باوري كړئ او په كرېشنګ كښې په تاخير كولو به جرمانه لګولې شي۔