اسلام آباد 16 اکتوبر (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني پھ مشرۍ كښې د سېنېټ بزنس هاؤس اېډوائزري كمېټۍ غونډه د جمعې پھ ورځ وشوه چې پكښې د سېنېټ روانې غونډې لپاره د ايجنډې منظوري وركړی شوه۔په غونډه كښې د سېنېټ مشر شهزاد وسيم او د مخالفې ډلې مشر پشمول د پارليماني چارو صلاحكار بابر اعوان٬سېنېټرز مشاهد الله خان٬شيري رحمان٬سراج الحق٬ډاكټر جهانزېب جمالديني٬ساجد طوري او نورو ګډون وكړو۔پھ كمېټۍ كښې پريكړه وشوه چې د سېنېټ روانه غونډه به تر دوه اونيو روانه وي