وزیراعظم د پوهنتونونو د پنشن فنډز په اړه د هداياتو جاري كولو باور راكړې دې۔ سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر شبلي فراز ځواب

image

اسلام آباد۔31 جنوری(اے پی پی) سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر شبلي فراز وئيلي دي پخوانو پوهنتونونو له د پنشن فنډز ترلاسه كېدل يوه لويه مسئله ده او د پنشن زياتېدو دلاسه تحقيقي او تعليمي چارو له رقم نه بچ كېږي۔ دا معامله مو د وزيراعظم وړاندې هم پورته كړې ده۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال ده ووئيل د پېښور پوهنتونن ٬ ګومل پوهنتون او نورو پخوانو پوهنتونونو پنش فنډز په معامله وزيراعظم سره خبره شوې ده او هغه په دې لړ كښې د هداياتو جاري كولو باور راكړې دې۔ ده ووئيل د پنشن زياتېدو دلاسه تحقيقي او تعليمي چارو له رقم نه بچ كېږي۔ ده زياته كړه چې د اېچ اي سي دلارې به په دې اړه كومه تګلاره وضعه كول وي

مضمون کا ماخذ : فائر جوکر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں