اولس مشر سره د سندھ ګورنر ملاقات وكړو

image

كراچې 01 فروري (اے پي پي)اولس مشر ډاكټر عارف علوي سره د سندھ ګورنر عمران اسماعيل په ګورنر هاٶس كښې ملاقات كړے. د ګورنر هاٶس لخوا جاري شوې اعلاميې له مخې د ملاقات په مهال سندھ لپاره د وفاقي حكومت په پرمختيائي پروژو، د معيشت بهترې لپاره په اقداماتو، او د اولس د ستونزو حل لپاره په اقداماتو هم خبرې وشوې.اولس مشر ووئيل چې د اولس ستونزې حل كولو لپاره د ټولو سياسي استازو ګډون ضروري دے. ده ووئيل چې د صوبې د ستونزو حل په شريكه د خبرو د لارې راويستل كېدے شي او دې لپاره به د وفاق د استازي په توګه كار روان ساتي

مضمون کا ماخذ : ٹربو چارج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں