د نړيوالې ورورولۍ ضمير راويخولو لپاره به د هر كال غوندې سږ كال د پاكستان 22 كروره اولس (نن) كشميريانو سره د بشپړه يوالي څرګندونه كوي

image
APP79-04 ISLAMABAD: February 04 - Special Assistant to the Prime Minister on Information & Broadcasting Dr. Firdous Ashiq Awan addressing a press conference. APP

اسلام آباد 04 فروري (اے پي پي) اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان کشمير د پاکستان دفاعي حصار ګرځولو سره وئيلي دي چې د نړيوالې ورورولۍ ضمير راويخولو لپاره به د هر كال غوندې سږ كال د پاكستان 22 كروره اولس (نن) كشميريانو سره د بشپړه يوالي څرګندونه كوي٬ مېرمنې او كوچنيان به په مقبوضه كشمير كښې د ظلم او بربريت ښكار مېرمنو او ماشومانو سره د يوالي څرګندونه كولو سره د ملګرو ملتونو په دفتر كښې قرارداد جمع كوي٬ ګرد هېواد كښې به د انساني لاسونو زنځير جوړولو سره نړۍ ته دا پېغام وركولې شي چې د مقبوضه كشمير تر آزادۍ به د كشميريانو ملګرتيا كوٶ٬ وزيراعظم عمران خان د کشميريانو وكيل٬ او سفير جوړېدو سره د ملګرو ملتونو پشمول په هر نړيوال فورم د كشمير مقدمه كوي٬ په وړومبي ځل د اروپا په پارلمان٬ برتانيې او د فرانس په پارلمانونو كښې د كشمير په كشاله خبره شوې٬ كشميريانو د خپلې وېنا او ماليزيا خپل معيشت په داٶ لګولو سره د كشميريانو هلو ځلو لپاره چې كوم تاريخ رقم كړې دې په نړۍ كښې ئې مثال نه ترلاسه كېږي٬ پاکستان په منطقه كښې نوې اتحاد نه جوړوي٬ بلكې د او آئي سي هېوادونه يو موټې كوي٬ كه څوك د بل چا په اړه غلط فهمۍ لري نو د ھغې خاتمې لپاره پاكستان كردار لوبوي۔ د نهې په ورځ پي آئي ډي كښې ميډيا ته د بريفنګ په مهال ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د كشميريانو زورور عږ او د حقونو هلې ځلې ګردې نړۍ ته رسولو لپاره (نن) د شورو په ورځ بېلا بېل پروګرامونه ترتيب كړې شوې دي٬ كلي په كلي ښار په ښار ٬ قصبه به په قصبه ٬ په وفاقي او صوبائي ادارو كښې به بېلا بېلې دستورې كېږي ٬ ټولې ادارې او سول سوسائټي يو موټې كېدو سره نړۍ ته هم دا پېغام وركوي د كشميريانو دړد او د دوي په حقونو كښې دوي سره ولاړ يو دا به ګردې نړۍ لپاره واضح پېغام وي چې پاکستان د کشميريانو د حقونو نګهبان او پاسبان دے څوك كشميريان د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو نه شي منع كولې او د هند هر ډول رياستي ترهګري دوي د خپلو حقونو نه نه شي محرومه ولې۔ دې ووئيل (نن)د شورو پھ ورځ زمونږ بچي مقبوضه کشمیر كښې د سكولونو څخه محروم بچو تکلیف خپل تکلیف ګڼي د هغوي سره به د يووالي څرګندونه كوي، ماشومان به د کشمیری ماشومانو حقونو لپاره غږ پورته كولو سره قرارداد جمع کوي۔ دې ووئيل امت ته د اتحاد حاجت دې داسې كښې وزیراعظم عمران خان د ملائیشیا دوره مهمه ده۔ دې ووئيل د فلسطین سفیر سره ههم زما ملاقات شوې او هغه د کشمیر سره سره د فلسیطن مسئلې لپاره په غږ پورته كولو د وزیراعظم عمران خان او د هغه د حکومت مننه كړي، د فلسیطن سفیر ووئيل پاکستان كشې نن د كشمير يووالي ورځ په موقع فلسطین ډپلوميټك کور هم د کشمیریانو سره د يووالي څرګندونې له د خپلو جذباتو څرګندونه كوي۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د روانې مياشت پھ مهال به د تركيې اولس مشر هم د پاکستان دورہ وكړي۔ دې ووئيل 5 فروری د کشمیریانو سره د يووالي ورځ ده او نړۍ ته هر كال واضح پیغام وركوو، سږ كال یوم یکجهتی کشمیر ځكه مختلف ده چې پاکستان د نړۍ په هر پلیټ فارم چرته چې د هند منفی بیانیه پيل شوې وه هلته به د کشمیر مسئله رامخې ته كولې شي او د هند ترهه ګري به په ډاګه كولې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئيل د كشمير مسئله د دواړھ اتومي هېوادونو ترمينځه فلیش پوائنټ دې۔ دې ووئيل كله چې د كاز خبره وي نو اقتصادی معاملات او ذات شاته پاتي كېږي، مهاتیر محمد او د هغه حکومت ته پيرزوئنې وړاندې كوم جې هغه په دې کاز خپلې کاروباری ګټې قربان کړې۔ دې ووئيل وزیراعظم عمران خان (نن) د شورو په ورځ مظفر آباد ته ځي او

مضمون کا ماخذ : خداؤں کی عمر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں