د رجب طيب اردوان پاكستان دوره به د دوه اړخيزه اړيكو لا استحكام او شريكې مرستې ته لا وده وركولو لپاره مهم سنګ ميل وګرځي۔ د وزيراعظم عمران خان

image
APP63-10 ISLAMABAD: February 10 - Prime Minister Imran Khan chairs meeting regarding preparations for visit of Turkish President. APP

اسلام آباد 10 فروري(اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د پاكستان او تركيه د ورورولۍ اړيكې تاريخي اهميت لري٬ دواړه هېوادونه په هر سخت وخت كښې يو بل سره اوږه په اوږه ودرېږي٬ د تركيه اولس مشر د رجب طيب اردوان پاكستان دوره به د دوه اړخيزه اړيكو لا استحكام او شريكې مرستې ته لا وده وركولو لپاره مهم سنګ ميل وګرځي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د تركيه اولس مشر رجب طيب اردوان د پاكستان دورې په اړه د لوړې كچې غونډې مشري كولو په مهال وكړه۔ په دې موقع د اقتصادي چارو وزير حماد اظهر، د خزانې سلاحكار ډاکټر عبد الحفيظ شېخ، د تجارت سلاحكار عبدالرزاق داؤد، د اړوند وزارتونو وفاقي سېكتران او نور لوړ پوري هم موجود وو۔ په غونډه كښې د رجب طيب اردوان د پاكستان دورې په مهال د دواړو هېوادنوو ترمېنځه په بېلا بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزه اړيكو مرستې ته وده وركولو په اړه تفصيلي خبرې اترې شوې۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل د پاکستان او ترکيه د ورورولۍ اړيكې تاريخي اهميت لري او دواړه هېوادونه په هر سخت وخت كښې يو بل سره اوږه په اوږه ودرېږي۔ ده ووئيل تركيه كښې د كشمير په مسئله په واضح ډول چې څنګه د پاكستان د اصولي موقف ملاتړ كړې ھغه د ستائنه وړ ده۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو مشران مخلصانه هلې ځلې دي چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه دې په هره څانګه كښې دوه اړخيزه په خاص توګه معاشي اړيكې لا مستحكم كړې شي۔ وزيراعظم ووئيل دوه اړخيزه اړيكو ته لا ودې وركول او په بېلا بېلو څانګو كښې مرستې ته وده وركولو كښې د رجب طيب اردوان دوره به مهمه ثابت شي۔ وزيرِاعظم د اړوند څانګو سېكترانو ته امر وكړو چې د لوړې كچې دورې په مهال په ترسره شوې معاملو عملدرآمد او دا سر ته رسولو ته دې خاص پاملرنه وكړې شي۔ وزيراعظ د پاكستان او تركيه ترمېنځه د دوه اړخيزه اړيكو په لوظنامو كښې پېشرفت باوري كولو لپاره د اقتصادي چارو وزير ته ذمه واري سپارلې شوې۔ وزيرِاعظم د اقتصادي چارو وزير ته امر وكړو چې

مضمون کا ماخذ : علاقائی کلیدی الفاظ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں