د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوترس سره د كډوالو پلاوي ملاقات وكړو

image

اسلام آباد 16 فروري (اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوترس سره د كډوالو پلاوي ملاقات وكړو. د اتوار په ورځ د پاكستان دورې په مهال د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر سره په اسلام آباد كښې د افغانستان، يمن او د تاجكستان د كډوالو پلاوي ملاقات وكړو. په دې موقع د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر ووئيل چې پاكستان مېلمه پال هېواد دے. د افغان كډوالو مېلمستيا لپاره پاكستان غوره اقدامات كړي دي. د اوږدې مودې نه د كډوالو په كوربتوب كولو د پاكستان مننه كوم. پاكستان د تركيې نه پس د كډوالو كوربتوب كوونكې دوهم لوي هېواد دے. ده ووئيل چې د دې دورې مقصد د پاكستان ستائنه كول دي. په افغانستان كښې د جنګ نه پس 45 لكه كډوال پاكستان ته راغلل. د كډوالو پلاوي د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر په پاكستان كښې د تعليم، كاروبار او د هنر په اړه د تجربو نه خبر كړو. په دې وخت كښې په پاكستان كښې 27 لكه كډوال مېشته دي. پلاوي ووئيل چې پاكستان عظيم قوم دے كومو چې زمونږ مېلمستيا كړې.

مضمون کا ماخذ : raspadinha آن لائن مفت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں