پاکستان به افغانستان كښې د امن او روغې جوړې عمل لپاره خپل په زره پورې كردار دوامدار ساتي

image

اسلام آباد 17 فروري (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي پاکستان به په افغانستان كښې د امن او روغې جوړې عمل لپاره خپل په زره پورې كردار دوامدار ساتي ۔ ده دا خبرې افغانستان لپاره د امريكې خاص استازي زلمے خليل زاده سره ملاقات كښې كړې چا چې د ګل په ورځ وفاقي وزير سره په خارجه وزارت كښې ليدلي۔ د دې نه وړاندې خارجه وزير خارجه وزارت ته په رسېدو د زلمے خليل زاد هركلے وكړو۔ د ملاقات په مهال خارجه وزير ووئيل د افغان شخړې هواري لپاره پاكستان مركزي كردار لوبولې ٬ افغانستان كښې د امن او روغې جوړې عمل لپاره به پاكستان خپل په زره پورې كردار جاري ساتي۔ شاه محمود قرېشي ووئيل د افغان كډوالو عزت سره هېواد ته ستنېدو لپاره به وسائل او د وخت په تعين آډانه خاكه جوړول وي۔ په دې موقع زلمے خليل زاد د پاكستان لخوا د افغان كډوالو د څلورو لسيزو د كوربتوب او د امن د هلو ځلو ستائنه وكړه

مضمون کا ماخذ : raspadinha آن لائن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں