اسلام آباد ۔ 23 مارچ (اے پی پی) د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د كورونا وائرس دلاسه د هېواد په معيشت د ممكنه اثراتو جاج اخستلو او اولس ته د ريليف وركولو ګامونو حوالې سره د لوړې كچې غونډه د ګل په ورځ وشوه۔ غونډه كښې وفاقي وزيرانو حماد اظهر، د منصوبه بندۍ وزير اسد عمر، د نېشنل فوډ سېكورټي وزير مخدوم خسرو بختیار، د خزانې صلاكار عبدالحفیظ شېخ، ډاكټر عشرت حسېن، عبدالرزاق داود، د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوید باجوہ، خاص مرستيالو ډاكټر فردوس عاشق اعوان، ډاکټر ثانیه نشتر، د خزانې سېكتر او د اېف بي آر چيئرمېن ګډون وكړو۔ غونډه كښې د وېډيو لنك د لارې د سټېټ بانك ګورنر رضا باقر ٬ د پنجاب د خزانې وزير مخدوم هاشم جواں بخت او د خېبر پختونخوا د خزانې وزير تیمور سلیم خان هم ګډون وكړو۔ غونډه كښې كورونا وائرس نظر كښې نيولو سره د هېواد د مجموعي معاشي صورتحال جاج واخستلې شو او دې سره سره د حكومت لخوا بې وزلو او كم آمدن لرونكو ته د ريليف وركولو حوالې سره په ممكنه آپشنز او وړاندېزونو تفصيلي غور وكړې شو۔ په دې مهال و زيراعظم ووئيل چې موجوده صورتحال كښې به د كمزورې طبقې تحفظ له حكومت تر هر يو حد ځي۔ ده ووئيل په انتظامي كچه به هر يو ممكنه ګام باوري كولې شي دغسې چې د موجوده صورتحال څوك ناوړه ګټه پورته نه كړي۔ وزیراعظم په دې موقع هدايت وكړو چې د خوراك څښاك څيزونو او داروګانو رسنه كښې دې هېڅ ډول ركاوټ رامخې ته نه كړې شي۔