د کرونا وائرس مخنيوي لپاره وظيفه ترسره كوٶنكي ډاكټران٬ طبي عمله٬ پوليس او د امنيتي ادارو پشمول ټول كسان د قام اتلان دي۔ نورين ابراهيم

image

اسلام آباد 30 مارچ (اے پي پي) د پاکستان تحريك انصاف د قامي اسمبلۍ غړې نورين ابراهيم وئيلي دي دا مهال ګرده نړۍ كښې د كرونا وائرس له مخې چې كوم حالات رامخې ته دي په دې حالاتو كښې به اولس له په احتياطي تدبيرونو عمل كولو سره خپل ځان او خپله كورنۍ د وائرس نه محفوظ ساتل وي، د کرونا وائرس د وبا مخنيوي لپاره وظيفه ترسره كوٶنكي ډاكټران٬ طبي عمله٬ پوليس او د امنيتي ادارو پشمول ټول كسان د قام اتلان دي ۔ د ګل په ورځ خپل وېډيو پېغام كښې دې ووئيل د وباء په وړاندې پرمختللي هېوادونه هم بې وسه دي٬ حكومت اولس ته وئېلې دي چې تر خپلو كورونو محدود شئ، كوم كسان چې د دې وباء په ضد د ځان پروا كولو نه غېر كار كوي دغه ټول زمونږ اتلان دي مونږ د دوي خدماتو ته پېرزوئنې وړاندې كوٶ۔ ده دعا وكړه چې لوے څښتن دې په ګلګت بلتستان كښې د ډاكټر اسامه پشمول د ځانونه قربانوٶنكو ټولو معفرت نصيب كړي

مضمون کا ماخذ : بونانزا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں