په محدوده پېمانه د حج ادائيګۍ په اړه د سعودي د هركلې كوو. وفاقي وزير نورالحق قادري

image

اسلام آباد 23 جون (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نورالحق قادري وئيلي دي چې په محدوده پېمانه د حج ادائيګۍ په اړه د سعودي د پرېكړې هركلې كوو ځكه چې دا پرېكړه د شرعي احكاماتو او د اوسنيو حالاتو له مخې ده. د نهې په ورځ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل چې د سعودي د حج وزير د اعلان نه وړاندے مونږ په اعتماد كښې اخيستي يو او مونږ ئې په دې مننه كوو. دا د اسلامي نړۍ حاجيان د كورونا وبا نه بچ كولو لپاره يو مشكل خو د پوهې اقدام دے. د مذهبي چارو وفاقي وزير ووئيل چې مونږ د سعودي د دې پرېكړې تائيد كوو. شاه سلېمان بن عبدالعزيز او د سعودي حكومت تل حاجيانو لپاره غوره اسانيې باوري كړې دي. د حاجيانو خېر ښېګړې لپاره د خادم حرمېن شريفېن اقداماتو ته د قدر په سترګه ګورو. وفاقي وزير ووئيل چې د مذهبي چارو وزارت د پاكستان حاجيانو ته د رقم ستنولو پرېكړه كړې. د ضروري چارو ترسره كولو نه پس به دوي ته د اېس اېم اېس د لارې اطلاع وكړې شي او په دې لړ كښې به ډېر زر د طريقه كار اعلان وكړے شي.

مضمون کا ماخذ : سامرائی کی خوش قسمتی۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں