بايد مونږ په ګډه د پاكستان فكر وكړو۔ د شهريار اپريدي په بجټ بحث

image

اسلام آباد 24 جون (اے پي پي) د كشمير پارلماني كمېټۍ مشر شهريار آپريدي وئيلي د پاكستان په اتومي قوت او كشمير سودا نشي كولې،د سخت معاشي بحران باوجود حكومت په بجټ كښې نوے ټېكس نه دے لګولے، سياسي پوائنټ سكورننګ هم پكار دے خو كله چې د پاكستان خبره راځي نو ھغه وخت مونږ له په ګډه د پاكستان فكر كولو پكار دي ۔ د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې په بجټ بحث كښې شهريار اپريدي ووئيل دا مهال ګرده نړۍ په يو داسې ازموئنه كښئ راګېره ده چې ورسره د نړۍ د لويو لويو رياستونو د صحت نظام او معيشت هر څه تباه شوي٬ د لوي څښتن فرمان دے چې كله ته زما مخلوق تنګوې نو زه به تاسو په نا آشناء ېره اخته كړم٬ د كرونا وائرس په نظر نه راځي خو د نړۍ خلق ئې په ېره اخته كړي

مضمون کا ماخذ : کینڈی کیش
متعلقہ مضامین
مزید خبریں