اسلام آباد 25 جون (اے پي پي) په قومي اسمبلۍ كښې په بجټ 50 ساعته 51 دقيقې بحث شوے. د زيارت په ورځ د قومي اسمبلۍ غونډه كښې د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر غونډې ته ووئيل د راتلونكي كال 21-2020م په بجټ په ايوان كښې 50 ساعته او 51 دقيقې بحث شوے. په بجټ بحث لپاره په اتفاق سره 40 ساعته مختص كړے شوي وو. په بجټ بحث كښې ټولو 180 غړو برخه اخستې. پرون هم غونډه د شپې يوولس بجو ته رسېدلې وه. نن به تر څلور بجو په بجټ بحث كېږي