اسلام آباد 27 جون (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سناتور شبلي فراز وئيلي دي څې د كورونا وبا د ټولې نړۍ معيشتونه ځپلي دي، په نړيواله كچه د پېټروليم مصنوعاتو په بېعه كښې مو داسې اضافه كله نه ده ليدلې. د خالي په ورځ په خپل ټويټ كښې وفاقي وزير سناتور شبلي فراز ووئيل چې هم په دې وجه په بېعو نظرثاني شوې. ده ووئيل د منطقې د نورو هېوادونو په نسبت په پاكستان كښې كمه اضافه شوې. ده ووئيل چې د اولس خېر ښېګړه زمونږ وړومبې ترجيح ده، دوي ته به د ريليف وركولو هڅې روانې ساتو