کراچۍ 29 جون (اے پي پي) په پاکستان سټاك ايکسچينج د ترهګرو په بريد او ډزو كښې يو پوليس افسر او دوه ساتندويه شهيدان شوي دي ۔ د كراچۍ پوليس وياند لخوا د ګل په ورځ د جاري بيان له مخې د ډزو په نتيجه كښې د دريو پوليس اهلكارو پشمول دوه سكيورټي ګارډز، د سټاك اېكسچېنج يو ملازم او يو وګړے ژوبل شوي كوم چې په سمدستي توګه روغتون ته منتقل كړے شوي۔ دغسې پوليس مقدمه درج كولو سره پلټنې پېل كړې دي