د ايډينشل چيف سېكرټري او اېډيشنل آئي جي تعيناتۍ سره د سوئيلي پنجاب صوبې خوب ريښتيا كېدل پېل شوي۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي

image

اسلام آباد ۔ 2 جولائی (اے پی پی) د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي د سوئيلي پنجاب صوبې هغه خوب كوم چې زمونږ د منشور برخه وه نن په عملي توګه د هغې تعبير رامخې ته كېدل پېل شوے ۔ د زيارت په ورځ د سوئيلي پنجاب صوبي په حقله خپل وېډيو بيان كښې خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل زه د سوئيلي پنجاب د يو ټاكلي نمائنده په حېث د پاكستان وزيراعظم او د پاكستان تحريك انصاف چيئرمېن عمران خان د زړه د كومي نه مننه كوم۔ د سوئيلي پنجاب صوبې هغه خوب كوم چې زمونږ د منشور برخه وه نن په عملي توګه د هغې تعبير رامخې ته كېدل پېل شوے۔ ده ووئېل د سوئيلي پنجاب د ایډیشنل چیف سېکرټرياو ایډیشنل آئی جی تعيناتي عملي شوې ۔ دې دواړو چارواكو سره زما خبره شوي او دوي ذمه وارۍ سنبالولو لپاره چمتو دي۔ وزیر اعظم عمران خان او اعلی وزير عثمان بزدار دوي بريف كړي چې د دوي نه مونږ كومې هيلې لرو۔ دا دواړه اعلی چارواكي به خپل دفترونه بهاولپور او ملتان كښې جوړوي او دغلته پاتې كېدو سره به د اولس مسئلې حل كوي۔ خارجه وزير ووئيل د نېشنل ايوارډ په ډول پرونشل فنانس ايوارډ هم ډېر ضروري دے۔ د كابينې د پرېكړې له مخې كله چې پرونشل فنانس ایوارډ نافذ شي نو ضلعو ته به د آبادۍ په تناسب ٬ د ضرورتونو او محروميو تر مخه فنډز وركولے شي

مضمون کا ماخذ : ڈوپلا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں