د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د كشمير شهيدانو ورځې په موقع خاص پېغام

image

اسلام آباد ۔ 13 جولائی (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي د پاكستان ماشوم ماشوم او د سياسي او عسكري مشرتابه په شمول ټول قام د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو تحريك كښې د كشميري اولس سره ولاړ دے او تر آزادۍ ترلاسه كېدو به دوي سره ولاړ وي۔ اسلامي نړۍ بايد د مظلومه كشميري اولس غږ شي۔ د ګل په ورځ د كشمير شهيدانو ورځې په موقع خپل يو خاص بيان كښې خارجه وزير ووئيل د هند اوسنيو ګامونو كشميريان لا متنفر كړي۔ هغه خلق كوم چې پخوا هند سركار سره ناست وو هغوي هم د هند رويې له امله هند څخه جلا شوي۔ ده ووئېل آزادي ترلاسه كولو لپاره د کشمیري اولس ستړې د قربانيو يو نه ختمېدونكے داستان دے۔ هند هر ډول حربې كارولې۔ نوېيقانونونه جوړ كړې شوي ۔ د كال 1931 نه تر 2020 دا ځانګړے تحريك د هر ډول پړاؤنو نه تېر شو ولې د كشميري اولس جذبې كمزورې نه شوې۔ ده ووئېل د كشميري قيادت د اخستو او د نوي مشرتابه د رامخې ته كولو هڅه وكړې شوه ولې د كشمير قيادت په خپل ځائې مضبوط ولاړ پاتے شو او هند ناكامۍ سره مخ شو۔ خارجه وزير ووئيل زه نن كشميري اولس له پېغام وركول غواړم چې تاسو پرله پسې تكليفونو سره مخ كېږي خو يوازې نه ئۍ۔ ده ووئيل د پاكستان ماشوم ماشوم او د سياسي او عسكري مشرتابه په شمول ټول قام د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو تحريك كښې د كشميري اولس سره ولاړ دے او تر آزادۍ ترلاسه كېدو به دوي سره ولاړ وي۔ خارجه وزير ووئيل وزيراعظم عمران خان د ملګرو ملتونو په شمول په ټولو فورمونو د كشميري اولس لپاره غږ پورته كړے او د كشمير سفير په توګه ئې د كشمير مقدمه مخ په وړاندې بوتلې۔ ده ووئيل مونږ احساس لرو چې زمونږ يو شمېر ملګري هېوادونه كوم چې مونږ سره خواخوږي لري د معاشي مصلحتونو د لاسه په ښكاره توګه غږ نه كوي۔ ده ووئيل سربيا كښې د زرګونو په شمېر بې ګناه خلق ووژلے شول ولې نړۍ غلې پاتې شوه۔ آيا نړۍ به دا تېروتنه يو وارې بيا وكړي۔ د مقبوضه كشمير په معامله به هم خپلې سترګې پټې كړي؟ ۔ده ووئېل نړۍ له به زدكړه كول وي۔ چین په عملي توګه مقبوضه كشمير كښې د اګست په 5 مه نېټه د هند پورته كړے ګام رد كړے۔ شاہ محمود قرېشی ووئيل هند پرله پسې بې نقابه كېږي۔ د چين د لاسه لداخ كښې د هند سپكاوے ټولې نړۍ ليدلے ۔ چین دا ګڼي چې د چين او پاكستان په ډېرو متنازعه سيمو هند قابض دے۔ ده ووئيل د نړۍ ذمه واري ده چې د مظلومه كشميري اولس غږ شي

مضمون کا ماخذ : آن لائن اور ایپلیکیشنز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں