اسلام آباد 23 جولائی (اے پی پی) د نیشنل كمانډ اینډ آپریشن سنټر (این سی او سی) خاص غونډه به نن د زيارت په ورځ كوئټه كښې كيږي۔ صوبائی سرښار كښې د این سی او سی سیشن برخې په توګه دا دريمه خاص غونډه ده۔ د غونډې مشري به د بلوچستان وزیراعلی جام كمال خان كوي۔ كوئټه كښې د خاص غونډې په مهال د صحت رهنما اصولو سره د لوي آختر او څاروو منډيانو انتظام ته خاص پام لرنه كولې شي۔ د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحات وفاقی وزیر او د این سی او سی چئیرمین اسد عمر، نیشنل كوارډی نیټر لیفټننټ جنرل حمود الزمان خان ، د این سی او سی ډاكټر فیصل سلطان، میجر جنرل آصف ګورایا، آپریشنل اینډ پلاننګ ډی جی NCOC به هم په غونډه كښې ګډون كوي۔ د ویډیو لنك د لارې غونډه كښې به د اسلام آ باد، آزاد جمو او كشمیر او ګلګت بلتستان نمائندګان ګډون كوي