د پيپلز پارټۍ نااهلي په سوب كراچۍ دې حالت ته رسېدلې۔ ذوالفقار بخاري

image

اسلام آباد 27 جولائي (اے پي پي) اورسيز پاكستايانو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال سيد ذوالفقار بخاري وئيلي دي د پيپلز پارټۍ د نااهلي په سوب كراچۍ دې حالت ته رسېدلې ۔ زلفي بخاري خپل ټويټ كښې دوه عكسونه شيئر كولو سره ليكلي دا د يوې قيصۍ دوه مناظر دي، هر كال هم دا نظاره وي، عكس كښې ليدلے كېدے شي د باران د اوبو په سوب د سلګونو په شمېر ګاډي او موټر سائيكلې په اوبو كښې ولاړ دي۔ ده كراچۍ كښې د باران صورتحال نه پس د اولس په ستونزو خبره كولو سره ووئيل د پيپلز پارټۍ بدعنوانۍ او ناهالۍ كراچۍ دې حالت ته رسولې ده۔

مضمون کا ماخذ : سندھ لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں