اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم د ځوانانو د چارو خاص مرستيال عثمان ډار وئيلي دي د اګست په 9مه نېټه به د ونو نالولو كمپائن په مهال لس لكه ونې نالولې شي،بايد د پارلمان غړي، ځوانان او ټول پاكستانيان په دې كمپائن كښې برخه واخلي، مسلم ليګ ﴿ن﴾ ته د مناظرې چېلنج وركوم چې اوسني حكومت كښې كامياب جوان پروګرام د مېرټ او سپېځلتيا په بنياد جوړ شوے او په تېر وخت كښې به د خپلې خوښې كسانو ته لېپ ټاپونه او قرض وركولے شول ، اپوزيشن د وزيراعظم په هر قدم تنقيد او نړۍ ئې د اقداماتو ستائنه كوي، آل چائنا يوتھ فېډرېشن د ټائيګر فورس په اړه د آپرېشنل تفصيلات وركولو خواست كړے. ده دا خبرې د شورو په ورځ د پنجاب انفارمېشن ټېكنالوجي بورډ لخوا د وزيراعظم د ټائيګر فورس رضا كارو لپاره د جوړ كړي اېپ پرانستې نه پس خبري كنفرنس ته وكړې. ده ووئيل د موبائل اېپ د لارې به ځوانان رضاكار د وزيراعظم په ټائيګر فورس كښې رجسټرډ شي. رضا كار به د دې اېپ د لارې د كورونا څخه د بچ كېدو د اېس او پيز خلاف ورزې په ګوته كولې شي او په دې كښې د ګرين سېلفي فيچر هم شته . هغوي به د بوټې نالولو سره په دې خپل خپل عكس هم لېږلے شي. ده ووئيل د ونو نالولو په كمپائن كښې د ريكارډ ونو نالولو لپاره ټائيګر فورس كمپائن كښې شامل كړے شوے . وزيراعظم په يوه ورځ كښې د زياتو ونو نالولو د ريكارډ اعلان كړے. په دې ورځ به په لويه پېمانه د ونو نالولو كمپائن پېل كولے شي. ده ووئيل د اګست په 9مه نېټه به د وزيراعظم په مشرې كښې ريكارډ ونې نالولې شي او په يوه ورځ كښې به تر ټولو زياتې لس لكه ونې نالولې شي.ده ووئېل د خېبر پښتونخوا حكومت د 5 لكه ونو نالولو ذمه واري په سر اخستې. د دې نه وړاندې هم د خېبر پښتونخوا حكومت د يو ارب ونو نالولو ريكارډ جوړ كړے. ده ووئيل وزيراعظم عمران خان په خپله د ونو نالولو د كمپائن څارنه كوي. ده ووئيل د صوبائيت او سياست نه بالاتر ځوانان دې په دې قومي كمپائن كښې برخه واخلي. وزيراعظم به په خپله رضا كارو سره په كمپائن كښې ګډون كوي. ده د سندھ وزيراعلٰي ته خواست وكړو چې هغه د سندھ ټائيګر فورس د رضاكارو خدمات ترلاسه كولو په اړه په خپله پرېكړه نظرثاني وكړي. په سندھ كښې يو لك 54 زره د ټائيګر فورس رضاكارو رجسټرېشن كړے خو د سندھ حكومت د هغوي خدمات ترلاسه نه كړل. ده ووئېل د سندھ ګورنر په احساس كېشن سنټرز او يوټېليټي سټورونو د دوي خدمات ترلاسه كړي ، كه د سندھ حكومت د دې رضا كارو خدمات ترلاسه كړي وو نو نن به د كراچې په صورتحال كښې د ټائيګر فورس رضاكارو مرسته كوله. مونږ غواړو چې سندھ هم شين شي. ده ووئيل مخالفه ډله د وړومبې ورځې نه د ټائيګر فورس مخالفت كوي او د دوي په ضد پروپېګنډا كوي. ده ووئيل احسن اقبال او د اپوزيشن نورو مشرانو به پوښتنه كوله چې ټائيګر فورس چرته دے، د ده په هوم ګراٶنډ نارووال كښې د ټائيګر فورس تر ټولو لوي كنونشن وشو خو هغه د رابللے كېدو سره هم په هغې كښې ګډون ونه كړو. ده ووئيل بايد د اپوزيشن پشمول ټول ټاكلي غړي د ونو نالولو په كمپائن كښې برخه واخلي