صدر ډاكټر عارف علوی ’’د كشمير استحصال ورځې ‘‘ په اړه د سېنېټ خاص غونډه نن سهار لس نيمې بجې راوبلله

image

اسلام آباد 04 اګست (اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوی ’’ د كشمير استحصال ورځې ‘‘ په اړه د سېنېټ خاص غونډه په 05 اګست د شورو په ورځ سهار لس نيمې بجې رابللې ده ۔ د سېنېټ خاص غونډه كښې به د كشمير مسئلې په اړه د پارلمان او د اولس د اړخه د مظلومو کشمیریانو حق له په هره كچه د غږ پورته كولو د عزم پخلے كولے شي او د کشمیریانو د خپلواكۍ حق نه علاوہ د قابضو هندي عسكرو د روانو ظلمونو په ضد به هم غږ پورته كولے شي۔ په دې موقع به په نړيواله ورورولۍ زور راوړلے شي چې د هند په تسلط كښې په کشمیر كښې د هندي عسكرو د اړخه د روانو ظلمونو بندولو لپاره خپل اثر او رسوخ استعمال کړې۔ د سېنېټ دا غونډه به د كشمير په اړه په يو نكاتي ايجنډا كيږي په دې مهال به سېنېټ كښې د سیاسی ګوندونو پارلیمانی لارښود بحث كښې برخه اخلي۔ دا غونډه په دې اړه هم تاریخی اهمیت لري چې صدر ډاكټر عارف علوی به غونډې ته خطاب کوي۔ په دې موقع به پاکستان او آزاد کشمیر بيرغونه هم په غونده كښې ليدے شي۔ د غونډې کاروائی كتلو لپاره د بيلو هيوادونو سفیران او هائی کمشنرانو له په خاص توګه بلنه وركړې شوې۔ د غونډې په موقع يو خاص کتابچه هم جوړه كړې شوي چې پكښې د سېنېټ د اړخه د کشمیر هڅو او په خاص توګه تير كال د سېنېټ د سيورې لاندې د شوي کشمیر کنفرنس مندرجات، مقبوضه کشمیر كښې د هندي حکومت او قابض وهندي عسكرو د اړخه د روانو ظلمونو په اړه د صدر د خطاب تفصیل او د سېنېټ د اړخه منظور كړے قرارداد شامل وي۔ دغه کتابچه به د نړۍ 56 زره پارلماني غړو او د بشري حقونو نړيوالو تنظیمونو ته ليږلې شي۔ د سېنېټ غړي به د کشمیر په اړه به شاهرہ دستور په 5 اګست په خاص واك كښې هم ګډون كوي

مضمون کا ماخذ : loteria instantânea
متعلقہ مضامین
مزید خبریں