د دود دستور (روايات) او د خپلولۍ تقدس مسخ كوٶنكو ډرامو به نوټس اغستلے شي

image

اسلام آباد ۔ 12 اګست (اے پي پي) د پارلمانمي چارو وزير مملكت علي محمد خان وئيلي دي په وزير خان جومات كښې د رامخې ته شوې پېښې حكومت نوټس اخستے دے٬ د دود دستور (رواياتو) او د رشتو تقدس مسخ كوٶنكو ډرامو به نوټس اخستلے شي۔ د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د اعتراض په نكته عمران احمد شاه د پېښور عدالت كښې د قتل او په وزير خان جومات كښې د فلم د شوټنګ معامله پورته كړه نو په دې سپيكر ووئيل په دې لړ كښې كه په قانون كښې څه سقم وي نو د ھغې لرې كولو لپاره دې بدلون وړاندې كړے شي٬ چيف سېكرتري دې په وزير خان جومات كښې د فلم د شوټنګ د پېښې پلټنې او كاروائي كولو سره ايوان خبر كړي ۔ علي محمد خان ووئيل كله چې په عدالتونو كښې په انصاف كښې تاخير كېږي نو نتيجې ئې ښې نه رامخې ته كېږي٬ د وزير خان جومات په پېښه زمونږ د ټولو زړونه دړدېدلې دي۔ د مذهبي چارو وزير د دې نوټس اخستے ٶ او د اوقاف څانګې څخه په دې لړ كښې سپيناوے اخستے شوے او تر دې چې شوټنګ كونكې كس هم د قام څخه معافي غوښتې۔ ده ووئيل په ماضي كښې به زمونږ ډارمې زمونږ د دود دستور امين وې او ټولنيز دود دستور به ئې قوي كولو خو اوس په ډرامو كښې د رشتو تقدس پامال كېږي٬ حكومت به د دې نوټس اخلي

مضمون کا ماخذ : پیش گوئی اور حکمت عملی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں