د ګرد هېواد په ډول ګرده نړۍ كښې پاكستاني سفارتي مشنز كښی هم د آزادۍ ورځ روايتي جوش او جذبې سره ولمانځلې شوه

image

لندن/پېرس/ ویانا/ کولمبو/ بنکاک/ انقرہ ۔ 14 اګست (اے پی پی) د ګرد هېواد په ډول ګرده نړۍ كښې پاكستاني سفارتي مشنز كښی هم د 73 مې آزادۍ ورځ روايتي جوش او جذبې سره ولمانځلې شوه۔ د جمعې په ورځ انقرہ، سری لنکا، بنکاک، پیرس، کولمبو، ویانا، لندن هائی کمشن، برېډ فورډ او مانچسټر قونصلېټ كښی د آزادۍ دستورې وكړې شوې۔ دې دستورو كښې د صدر مملكت ډاكټر عارف علوي او وزيراعظم عمران خان خاص پېغامونه وارولې شول۔ انقرہ كښی د پاكستان سفير اېم سائرس سجاد قاضی ٬ سری لنکا كښی د هائي كمشنر تنویر احمد ٬ ويانا كښې د پاكستان سفير منصور احمد خان او مانچسټر قونصلیټ كښې د ابرار حسېن په مشرۍ كښې د آزادۍ ورځې خاص دستوره وشوه۔ پاكستاني سفيرانو دې دستورو كښې قامي بېرغ هسك كړو او په دې موقعه د صدر پاكستان او وزيراعظم پېغامونه واورولې شول

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری ویب سائٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں