اسلام آباد 20 اګست (اے پی پی) صدرمملکت ډاکټرعارف علوی د پارلیمان شريكې غونډې ته خپل كلن خطاب كښې د حکومت اقتصادي کارګردګي ستائلو سره وئيلي دي د سختو حالاتو باوجود د پاکستان معیشت کامیابۍ پلو روان دے د كوم اعتراف چې نړيوالو ادارو هم كړے، د روانو حسابونو خسارہ دوه كلونو كښې 20 اربه ډالره څخه 3 اربه ډالرو ته راغلې، د زرِ مبادله پانګې 8.5 اربه ډالرو څخه 12.5 اربه ته رسيدلې، د برآمدی څانګې ښه والې له د حکومتی مراعات مثبت اثرات مرتب شوې۔ د دې اقداماتو په وجه د جولائی مياشتې برآمدات د تير كال په مقابل كښې 5.8 فیصده اضافې سره 1.99اربه ډالرو ته رسيدلې۔ ترسیلاتِ زر 20 اربه ډالره څخه 23 اربه ډالرو ته رسيدلې۔ صدر ووئيل سږ كال د ټیکس محصولات د مقررہ هدف څخه 3.3 فیصده زياتيدو سره 3.9 کھرب روپو ته رسيدلې۔ دا روپۍ د تير كال په نسبت 126 اربه روپۍ زياتې دي۔ دغسې جولائی مياشت كښې محصولات 300 اربه روپو ته رسيدلې كوم چې مد قررہ هدف څخه 57 اربه روپۍ زياتې دي۔صدر ووئيل تيرو دوو كلونو كښې د بهرنو قرضو په لړ كښې 19.2 اربه ډالره ادائیګی شوي۔ د کورونا وبا باوجود پاکستان اسټاك مارکیټ 40,000 پوائنټس څخه زيات شوے۔ ده ووئېل د وزیراعظم انډسټریل ریلیف پیکج ترمخه كوچنو صنعتونو لپاره درې مياشتو له د برېښنا بلونو په لړ كښې ریلیف وركړے شوے۔ د حکومتی اقداماتو په وجه پاکستان کاروبار کولو كښې د آسانۍ رینکنګ كښې 28 درجې ترقی او 136م پوزیشن څخه 108م پوزیشن ته راغلے۔ ځوانانو له د روزګار موقعو وركولو لپاره کامیاب جوان پروګرام ترمخه د قرض حد 50 لکهھ څخه 2.5 کروړه روپو ته رسيولېے شوے ۔ده ووئېل د دې اسکیم څخه ګڼو ځوانانو ته به ګټه ورسي۔ دغسې د زراعت څانكې ښه والې له 280 اربه روپۍ پیکج وركړے شوے۔