د كورونا وائرس وبا اثرات كم شوي خو خطر لا هم له مېنځه نه دے تللے. د منصوبه بندې، پرمختګ او اصلاحات و خاص اقدامات وفاقي وزير اسد عمر

image

اسلام آباد 21 اګست (اے پي پي) د منصوبه بندې، پرمختګ ٬ اصلاحات او خاص اقدامات وفاقي وزير او د نېشنل كمانډ اېنډ آپرېشن سنټر ﴿اېن سي او سي﴾ چيئرمېن اسد عمر وئيلي دي د كورونا وائرس د وبا اثرات كم شوي خو خطر لا هم له مېنځه نه دے تللېے. د جمعې په ورځ په خپل يو ټويټ كښې ده خبردارے وركړو چې د كووېډ 19 د ځپليو شمېره خو كمه شوې خو لا هم خطر له مېنځه نه دے تللے. اسد عمر ووئيل مونږ په اېن سي او سي كښې د صوبو په مرسته په هره حواله تياري كوو چې پكښې د اخترو، محرم، د سكولونو پرانستلو وغېره پشمول نورې معاملې شاملې دي د كومو په وجه چې وائرس خپرېدے شي. وفاقي وزير د اېن سي او سي د حكمت عملې د امريكائي شاعر رابرټ فراسټ د نظم سره تقابل كړه په كوم كښې چې رابرټ فراسټ وئيلي وو كه هر څو د واورې ورېدو په مهال د ماښام په وخت ځنګل سره نزدې په ودرېدو د ښكلا ننداره كېدې شي خو ما چې چا سره كوم لوظ كړے، هغه پوره كولو لپاره به ما له د اوده كېدو نه وړاندې په مېلونو سفر كول وي.

مضمون کا ماخذ : Aztec خزانے
متعلقہ مضامین
مزید خبریں