د سپيكر اسد قېصر په مشرۍ كښې زرعي مصنوعات لپاره د پارلمان د خاص كمېټۍ غونډه

image

اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي) زرعي مصنوعات لپاره د پارلمان د خاص كمېټۍ غونډه د نهې په ورځ د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر په مشرۍ كښې وشوه۔ په غونډه كښې د نېشنل فوډ وفاقي وزير سيد فخر امام پشمول د قامي اسبملۍ غړو او نورو لوړ پورو ګډون وكړو۔ د مركزي بېنك ګورنر رضا باقر د وېډېو لنك د لارې په غونډه كښې ګډون كولو۔ په دې موقع سپيكر ووئيل د زرعي قرض حجم به زياتېږي نو زرعي شرح نمو به هم زياتېږي٬ مونږ په كركيله كښې اصلاحات كولو سره انقلاب راوستلے شو۔ ده ووئيل د كروندګرو سوكالي د پاكستان سوكالي ده۔ ده ووئيل د پارلمان د خاص كمېټۍ مقصد زراعت ته وده وركول دي۔ ده ووئيل په لږ وخت كښې زياته ترقي كولو لپاره زرعي څانګې ته پام كول د اهميت وړ ده۔ په دې موقع د اسټېټ بېنك ګورنر كمېټۍ ته باور وركړو چې د زرعي قرض ترلاسه كول به آسانوٶ او په دې لړ كښې د بېنكونو مانېټرنګ كوٶ

مضمون کا ماخذ : لاہور لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں