د صدر مملکت ډاکټر عارف علوي د کاروباري ورورولۍ پلاوي سره ملاقات كښې خبرې

image

کراچۍ 09 ستمبر (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې حکومت د کاروباري طبقې د ستونزو حل لپاره هر ډول ممكنه اقدامات كوي٬ د كراچۍ پېكج به د مسئلو حل لپاره مهم ثابت شي٬ د كاروباري طبقې مرستې سره به د معاشي پرمختګ وژن باوري كولې شي٬ ښار ته جديد سهولتونه وركول او مېګا پراجېكټس ترسره كېدل د وخت اهم ضرورت دے٬ د وزيراعظم د سمارټ لاك ډاٶن پاليسۍ څخه په كرونا وېرس قابو موندلو كښې مرسته ترلاسه شوې ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د كاروباري ورورولۍ پلاوي سره خبرو كښې وكړه كوم چې د شورو په ورځ صدر مملكت سره د كراچۍ په ګورنر هاٶس كښې ليدلي۔ په دې موقع پلاوي په دې ورستيو كښې د بارانونو څخه د رامخې ته شوي صورتحال، د کراچۍ پېکج، کاروباريانو ته د رامخې ته شوې ستونزو په شمول په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔ د سندھ ګورنر عمران اسماعيل هم په دې موقع موجود وو۔ صدر مملکت ډاکټر عارف علوي ووئيل د كراچۍ كاروباريان د هېواد په معيشت كښې كليدي كردار لوبوي، د کاروباري طبقې د ستونزو خاتمې لپاره هر ډول ممكنه ګامونه پورته كولې شي٬ حکومت به د کاروباري طبقې په مرسته د معاشي پرمختګ وژن باوري كوي۔ ده ووئيل كراچۍ د پاكستان معاشي حب دے د دې پرمختګ لپاره به وفاق بشپړه مرسته دوامداره ساتي۔ ده ووئيل د وزيراعظم د سمارټ لاك ډاٶن پاليسۍ څخه په كرونا وېرس قابو موندلو كښې مرسته ترلاسه شوې ده او په كېسونو كښې كمې راغلې دے چې ګرده نړۍ ئې ستائنه كوي

مضمون کا ماخذ : لاہور لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں