اسلام آباد ۔ 9 ستمبر (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قیصر وئيلي دي هېواد ته د پېښو چېلنجونو حل له په څېړنه او مكالمه اډانه قانون سازي ضروري ده۔ قائمه کمېټيو كښې محقيقن څېړنكار او د زده كړو كارپوهان رابللې شي او د هغوي رائې قانون سازۍ او پالېسي سازۍ كښې شاملولې شي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده موسمياتي بدلون له د قومي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ ترسېوري لاندې د شورؤ په ورځ د ”ماحول کو محفوظ بنانے کیلئے شراکت داری” په سرخط مكالمه كښې ګډون كوؤنكو ته خطاب كښې وكړه۔ مكالمه كښې ګڼ شمېر سكالرانو ٬ څېړنكارو ٬ د زده كړې كارپوهانو او د سول سوسائټۍ او ميډيا نمائندګانو ګډون وكړو۔ د قومي اسمبلۍ سپيكر ووئيل هېواد ته د پیښو چېلنجونو حل كولو له به مونږ له د خپل ذات او ذاتي ګټو نه لرې سوچ كول وي۔ ده ووئيل دا مهال هېواد د ماحولياتي بدلون په شمول يو شمېر چېنلجونو سره مخ دے او مونږ له ددې مقابلې له يو قوم جوړېدو سره كار كول وي۔ ده ووئيل په دې لړ كښې تېر دور كښې په خېبر پختونخوا كښې د ماحولياتي چېلنجونو مخنيوي له ډېر كار وكړے شو كوم چې په نړيواله كچه وستائلې شو۔ ده ووئيل پارلیمان كښې د كركيلې څانګې پرمختګ او دې ته د پېښو مسئلو حل له يوه خاص كمېټي جوړه كړې شوې ده كومه چې د تعليم كارپوهانو او څېړنكارو سره په ګډه دې څانګې ته د پېښو مسئلو هواري له د بشپړه تګلارې وضعه كولو په لړ كښې راپور مرتب كوي۔ دې سره سره ګاونډي هېوادونو په خاص توګه افغانستان او چين سره تجارت ته وده وركولو له هم په پارلماني كچه ګامونه پورته كولې شي۔ سپیکر اسد قیصر د مكالمې كولو په لړ كښې د قائمه كمېټۍ چیئر پرسن منزہ حسن د هڅو ستائنه كولو سره هيله ولرله چې ددې مكالمې به ګټورې نتيجې رامخې ته شي۔