نېشنل كمانډ اېنډ آپرېشن سنېټر د كورونا وائرس حوالې سره تازه شمېره جاري كړې۔ د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا 526 رنځورانو ټېسټونه مثبت راغلل او ګرد هېواد كښې 6 كسان په حق ورسېدل

image

اسلام آباد ۔ 13 ستمبر (اے پی پی) نېشنل كمانډ اېنډ آپرېشن سنېټر د كورونا وائرس حوالې سره تازه شمېرې جاري كړې دي چې له مخې ئې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا 526 رنځورانو ټېسټونه مثبت راغلي او ګرد هېواد كښې نور 6 كسان په حق رسېدلي دي۔ دا مهال هېواد كښې اېكټو كېسونه 5زره 673 دي۔ تېرو 24 ساعتونو كښې 31 زره 411 کورونا ټېسټونه وكړې شول۔ تر دې دمه دې رنځ څخه 2 لکھ 89 زره 429 رنځوران ښه شوي دي۔ ګرد هېواد كښې كورونا لپاره په مخصوص كړې شويو 1 زر 912 وېنټیلېټرز 96 كورونا رنځوران دي۔ تر دې دمه هېواد كښې د ځپليو ټوله شمېره 3 لکھ 1 زر 481 ته رسېدلې ده۔ د كورونا د لاسه تر دې دمه 6 زره 379 كسان په حق رسېدلې دي۔ تر دې دمه ګردهېواد كښې 29 لکھ 39 زره790 كورونا ټېسټونه شوي دي۔ د هېواد 735 مخصوص روغتونونو كښې د كورونا 1 زر رنځوران درملنو ته بستر دي۔

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا انعام
متعلقہ مضامین
مزید خبریں