اېن آر او ترلاسه كولو لپاره به د بلېك مېلنګ تدابير هېڅ كار ونكړي ۔ سېنټر فېصل جاوېد

image

اسلام آباد ۔ 21 ستمبر (اے پی پی) د پاكستان تحريك انصاف (پی ټی آئی) سېنېټر فېصل جاوېد وئيلي دي د اپوزيشن د ټولو ګوندونو كنفرنس مقصد حكومت څخه قومي مفاهمت آرډيننس (اېن آر او) اخستل دي دغسې چې د بدعنوانۍ مقدمو نه خلاص شي۔ نجی ټی وی چیېل پروګرام كښې خپلو خبرو كښې ده ووئيل اپوزیشن ګوندونه د مطلوبه قانون سازۍ اهميت نه خبر دي ولې بياهم د اېف اے ټی اېف په اړوندو بلونو بلېك مېلنګ له ھخې كوي۔ ده ووئيل د مخالفې ډلې مجوزه بدلونونو مقصد د مقدمو مخ مشرانو ته ګټه ورسول دي كومو كښې چې پخوانے وزيراعظم نواز شريف ٬ د هغه زوئے او لور ٬ شهباز شريف او د هغه زوئے ٬ پخوانے صدر آصف علي زرداري او په جعلي بېنك اكاؤنټ سكېنډل كښې د هغه ملګري شامل دي۔ ده ووئيل د مخالفې ډلې اے پي سي باوجود به حكومت خپله آئيني موده ترسره كوي۔ ده ووئيل وزیراعظم عمران خان په ډاګه كړې چې هغه په كومه هم معامله مخالفې ډلې سره ناستې ته تيار دے ولې د بدعنوانۍ سودا كولو ته چمتو نه دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل حكومت د نواز شريف لندن نه بېرته راوستلو له به ټول ترلاسه آپشنز كاروي دغسې چې هغه عدالتونو كښی روانو مقدمو سره مخ كړے شي او اوس وخت راغل چې عدالتونو پسې خندا كونكے نواز شريف هېواد ته بېرته راشي

مضمون کا ماخذ : como jogar lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں