اسلام آباد 22 ستمبر (اے پي پي) وفاقي کابينې اېنټي کېنسر، کارډيك ډرګز او ژوند بچ كوٶنكي داروګان د درآمد كولو بندېز نه مستثنٰې ګرځولې دي ، د کووېډ-19 څخه بچ كېدو لپاره د داروګانو بيعه د لس زره 873 نه 8 زره 244 روپۍ كول ٬ د كنټونمنټ بورډ د نوو غړو د تعيناتۍ منظوري په اړه د وړاندې كړو تجويزونو او د 7 بېلا بېلو كنټونمنټس ري كلاسيفيكېشن منظوري هم وركړې شوې ٬ دغسې د نورو 94 داروګانو مناسبې بيعې مقررولو هم منظوري وركړې شوې ٬ دا بيعه به تر 30 جون كال 2021 منجمد وي، وفاقي کابينې ته د اېنټي رېپ انوېسټي ګېشن اېنډ پراسيکيوشن په مجوزه بل هم بريفنګ وركړے شوے، د دې مجوزه قانون مقصد د جنسي جرائمو موثره مخنيوے او مجرمان د قانون منګولو ته سپارل باوري كول دي، د تفتيش په مهال د ځپلې مېرمن د عزت نفس تحفظ او بحالي، د کېس په تفتيش كښې د جديدې ټېكنالوجۍ استعمال او د جنسي جرائمو پحقله د سزاګانو زيات سختول دي۔ وزيراعظم د منصوبه بندۍ او توان وزيرانو ته د انرژۍ څانګې اصلاحاتو پحقله د روډ مېپ څخه د اولس خبرولو سپارښتنه كړې۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز دا خبرې د نهې په ورځ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې د غونډې نه پس د نېشنل هېلت سروسز خاص مرستيال ډاکټر فېصل سلطان سره ميډيا ته د بريفنګ په مهال وكړې۔ وفاقي وزير شبلي فراز ووئيل د اسلام آباد ماډل جيل په معامله د كابينې په دې وروستيو كښې د پرېكړې په رڼا كښې د غونډې پام ماضي كښې د سپريم كورټ آف پاكسان هدايات پلو ګرځولے شوے۔ کابينې ووئيل په ګرين ايرياز د تعميرات پحقله د كابينې موقف زيات واضحه دے خو په دې لړ كښې دې ټول حقائق عدالت ته وړاندې كړے شي او د عدالت هداياتو له مخې به عملدرآمد كولے شي۔دغسې داخله صلاحكار د رټ پټيشن لمبر2407/2020 كښې د اسلام آباد هائي کورټ د هداياتو په اړه كابينه بريف كړې۔ کابينه ډويژن د ورکنګ پحقله د معاملو د آټومېشن په اړه غونډې ته بريفنګ وركړو او کابينې د کنټونمنټس اېکټ 1924 له مخې د 7 بېلا بېلو كنټونمنټس د ري کلاسيفيکېشن منظوري هم وركړې ۔ د اطلاعات وزير ووئېل کابينې د کنټونمنټ بورډ د ممبرز معياد ختمېدو نه پس د نوو غړو د تعيناتۍ په اړه د وړاندې كړو تجويزونو هم منظوري وركړې ٬ دا نوے بورډ به يو كال لپاره وي خو د ضرورت له مخې به په دې كښې پراختيا كېدې شي٬ دا بورډ به د لوکل ګورنمنټ د ټاكنو د لارې پاك او د سپېځلو ټاكنو عمل باوري كوي٬ د يادونې وړ ده د ټاكنو كمېسون لخوا وئيلي شوې وو د لوکل ګورنمنټ اليکشن 2015 له مخې د جوړ كړي بورډ موده به په دسمبر كال 2019 كښې ختمه شي۔ د اطلاعت وزير د غونډې په اړه بريفنګ كښې ووئېل کابينې د نېپرا اپيليټ ټربيونل لپاره د جسټس (ر) عبادالرحمن لودھي د چيئرمېن په توګه او د ذيشان شاه د فنانس ممبر په توګه د تعيناتۍ، د جسټس (ر) محمد موسيٰ لغاري د انوائرنمنټل ټربيونل اسلام آباد چيئرمېن په توګه د تعيناتۍ او د پاكستان آئي لېنډزډويلپمنټ اتهارټۍ د چيئرمېن چوكۍ د شرائطو او ضوابطو منظوري هم وركړې ده ۔ده ووئېل کابيني د اېنټي کېنسر، کارډيك ډرګز او ژوند بچ كوٶنكي داروګان د درآمد بندېز نه مستثنٰې ګرځولو د تجويز هم منظوري وركړې ٬ کابينې د mg 100 Injection Remdesivir بيعه د 10,873 څخه د 8244 روپو كولو او د کابينې د ځينې داروګانو د Maximum Retail Price مقرر كولو منظوري وركولو سره امر كړے چې دا بيعه به تر 30 جون كال 2021 منجمند وي۔ کابينې د اوګرا اتهارټۍ (آئل) ممبر د تعيناتۍ په اړه وړاندې كړې تجويز موخر كړے۔ کابينې د اوګرا د چيئرمېن چوكۍ لپاره بيا د سره اشتهار جاري كولو او د مناسب كانديد د انتخاب امر كړے ۔ کابينې د خارجه وزارت او د انټرنېشنل سنټر فار مائېګرېشن ترمېنځه د مرستې د لوظنامې منظوري هم وركړې ٬ دغسې کابينې د اي سي سي (اقتصادي رابطه کميټۍ) د 09م ستمبر2020 او 16م ستمبر 2020 د پرېكړو توثيق كړے چې پكښې د خاص ضرورتونو وړ كسانو لپاره د ګاډو درآمد كول، د ټي سي پي لخوا د پنځلس لكه مېټرك ټنه غنمو اجازه وركول هم شامل ده ۔ د اطلاعات وزير ووئېل كابينې ته د اېنټي رېپ انوېسټي ګېشن اېنډ پراسيکيوشن په مجوزه بل بريفنګ وركړے شوے، د دې مجوزه قانون مقصد د جنسي جرائمو موثره مخنيوے او مجرمان د قانون منګولو ته سپارل باوري كول دي، د تفتيش په مهال د ځپلې مېرمن د عزت نفس تحفظ او بحالي، د کېس په تفتيش كښې د جديد ټېكنالوجۍ استعمال او د جنسي جرائمو پحقله د سزاګانو زيات سختول دي۔ کابينې ته د پاور سېکټر اصلاحاتو پحقله هم تفصيلي بريفنګ وركړے شوے او کابينې د توان لپاره د كابينه كمېټۍ د لسم او اتلسم ستمبر كال 2020 د پرېكړو توثيق كړے۔ د يوې پوښتنې په ځواب سېنېټر شبلي فراز ووئيل نړيوالې لوظنامې ختمېدې نه شي او نه د ھغې څخه بهر وتل وي خو اوسني حكومت د توان څانګې په اړه نړيوالو لوظنامو ته كتل پېل كړي۔ كابينې ته ووئيل شول مخالفه ډله چې د اېف اے ټي اېف پحقله په قانون سازۍ كښې چې كله بېلك مېلنګ كښې پاتې راغلله نو اے پي سي ئې راوبلله، ټولې ادارې په نښه كړې شو ي٬ درې ځله وزيراعظم جوړېدونكے چې دا ځل كامياب نه شو نو په ټاكنو كمېسون ئې تنقيد وكړو٬ د صحت په بنياد بهر هېواد ته د تلونكے پحق كښې چې پرېكړه ونه شي نو په عدالتونو تنقيد كوي٬ د بې نظير حكومت چپه كولو پشمول حكموتونه عدم استحكام سره په مخ كولو كښې هم د نواز شريف لوے لاس ٶ