د سعودي عرب د سلامتيا تحفظ لپاره د سعودي عرب سره ولاړ يو۔شاه محمود قرېشي

image

اسلام آباد 07 اکتوبر (اے پی پی)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي پاكستان او سعودي عرب په خپلو كښې دوه اړخيزه تاريخي اړيكې لري۔د سعودي عرب د سلامتيا تحفظ لپاره مونږ د سعودي عرب سره ولاړ يو۔د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه وزير شاه محمود قرېشي د شورو په ورځ د سعودي خپل هم څنګ شهزاده فيصل بن فرحان آل سعود سره ټېليفوني تماس نيولے۔دواړو لارښودو د خبرو اترو په مهال پھ دوه اړخيزه اړيكو٬د سيمې په صورتحال او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه كړې۔خارجه وزير ووئيل پاكستان او سعودي عرب خپلو كښې دوه اړخيزه تاريخي اړيكې لري٬په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د دواړو هېوادونو په موقف كښې مماثلت خوشبينه دے۔دواړو هېوادونو په هر سخت وخت كښې د يو بل ملګرتيا كړې۔په دې موقع شاه محمود قرېشي د حوثي ياغيانو د اړخه د سعودي په تنصيباتو د شوو بريدونو غندنې كولو سره ووئېل د حرمين تقدس زمونږ د ايمان برخه ده۔د سعودي عرب د سلامتيا تحفظ لپاره مونږ د سعودي عرب سره ولاړ يو۔دواړه خارجه وزيران په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو مشاورتي سلسلې روانې ساتلو ته هم صلاح شول

مضمون کا ماخذ : سامرائی کی خوش قسمتی۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں