اسلام آباد 08 اکتوبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي د اسلام آباد زاړه مسائل به ډېر زر حل كړے شي ٬ اېم سي آئي څخه سي ډي اے ته د ډائريکټوريټ منتقلي يو مهم اقدام دے۔ د زيارت په ورځ د سي ډي اے په روانو منصوبو پېشرفت لپاره د جاج اغستو غونډې مشرۍ كولو سره وفاقي وزير اسد عمر د سي ډي اے څلورو واړو ډائريکټورېټس ته په يوه اوونۍ كښې د اېكشن پلان رامخې ته امر وكړو۔ اسد عمر ووئيل د وزيراعظم د هداياتو په رڼا كښې اسلام آباد يو ماډل ښار جوړولو لپاره ټولې ممكنه هڅې روانې دي۔ ده ووئيل وزيراعظم اسلام آباد لپاره د واسا جوړولو اصولي منظوري وركړې ده۔