هند د نړۍ ترهګر هیواد دے چې لاسونه یې د بې ګناه کشمیریانو په وینو رنګ شوي دي.اسد قېصر

image

اسلام آباد۔10اکتوبر(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي چې هند د نړۍ ترهګر هیواد دے چې لاسونه یې د بې ګناه کشمیریانو په وینو رنګ شوي دي. د پاكستان حكومت د كشمير آزادۍ لپاره خپل فعاله كردار ترسره كوي۔ پاكستان نړيوالې ورورولۍ ته د هند په كشمير د غاصبانه قبضې ٬ د كشميريانو عامې وژنې او د بنيادي حقونو د منځه وړل كېدو په ضد په هر نړيوال فورم غږ كړې دې او زه دلته دا په ډاګه كوم چې كه د مقبوضه جموں وكشمير آزادۍ له هند سره جنګ كول هم راپغاړه شو نو هغې لپاره هم چمتو يؤ۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده تېره ورځ د کشمیر ارفن ریلیف ټرسټ (کورټ) تر سېوري لاندې اختر آباد کورټ كښې يوې دستورې ته د خاص مېلما په حېث خپل خطاب كښی وكړه۔ ده د كشمير ارفن ريليف ټرسټ ( کورټ) په مثالي كاركردګۍ د كورټ چيئرمېن چوهدري محمد اختر ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو سره ووئيل د چوهدری محمد اختر او د ده د ډلې د شپې ورځې محنت په نتيجه كښې ځانګړې ایجوکېشنل کمپلېکس جوړ شوے دے۔ دا يوه مثالي اداره ده۔ ده كوچنيانو ته ووئيل چې تاسو محنت او خواري كولو سره خپل نوم پېدا كړۍ او كه لوئے څښتن ته منظور وي نو د كورټ دا كوچنيان د سباؤن لوئے خلق دي كوم به چې د هېواد د مهمو ادارو ذمه وارۍ ترلاسه كړي۔ دستورې ته پخواني وزيراعظم سردار عتيق احمد خان خپل خطاب كښې ووئي كشمير او پاكستان يو بل سره داسې تړلې دي چې يو بل نه جدا كېدې نه۔ ده د حكومت لخوا د حريت لارښود علي ګېلاني او چوهدري محمد اختر ته په اعزازونو وركولو د پاكستاني حكومت مننه كولو سره ووئيل دې سره به د كشمري اولس عزم زيات شي او ددوئي ډاګيرنه شوې ده۔ دستوره كښې د آزاد كشمير حكومت وزير سردار فاروق سكندر ٬ پخواني وزير چوهدری محمد سعید،چوهدری رخسار ، د آزاد كشمير سیاسی سماجی لارښود شفيق بټ ٬ د پی ایف یوجے پخواني صدر افضل بټ او د نېشنل پرېس كلب سېكرټي انور رضا په شمول د سياسي او سماجي صحافتي تنظيمونو او د نېشنل پرېس كلب اسلام آباد عهدېدارانو او د سول سوسائټۍ كارمندانو ګډون وكړو

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے لائیو نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں