اسلام آباد۔11اکتوبر(اے پی پی) د كشمير كمېټۍ چيئرمين شهريار خان آفريدي وئيلي دي چې د حضرت مولانا ډاکټر عادل خان شهادت اسلامي نړۍ لپاره ستره پېښه او د فرقه ییزو فسادونو سازش دے ۔ هندي لابي د مولانا د شهادت نه وروسته د سوشل ميډيا مهم د لارې فرقه واريت ته وده وركولو كښې بوخت ده۔ د اتوار په ورځ يو ټويټ كښې هغه ووئيل چې د دښمن سازش به ناكامه كوؤ او وژونكي به ډېر زر خپل انجام سره مخ كړې شي۔