د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر سینیټر شبلی فراز د امریكې ناظم الا مور انجیلا ایجلر سره ملاقات كښې خبرې

image
US Charge d’affaires, Ms. Angela Aggeler called on Senator Shibli Faraz, Federal Minister for Information and Broadcasting in Islamabad on October 15, 2020.

اسلام آباد 15 اكتوبر (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر سینیټر شبلی فراز سره د امریكې ناظم الا مور مس انجیلا ایجلر ليدلې دي۔ د ملاقات په مهال په بيلو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔ وفاقی وزیر سینیټر شبلی فراز په دې موقع ووئيل د امریكائې كمپنيو د پاكستان په بيلو څانګو كښې د سرمایه كارۍ هركلے كوو،پاكستان امریكې سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي۔ د امریكې ناظم الامور په كوویډ 19 قابو موندلو له د پاكستان ستائنه وكړه۔ وفاقی وزیر سینیټر شبلی فراز ووئيل په اېس او پیز او احتیاطی تدابیر عملدرآمد له كمپائن روان دے دغسې چې په وباﺀ په بشپړه ډول قابو وموندلے شي، د وزیراعظم عمران خان د روزګار سره سره د انسانی ژوند تحفظ وژن په كوویډ 19چیلنج قابو موندلو له مرستياله ثابت شوې۔ ملاقات كښې دواړه په دې خبره صلاح شول چې كورونا وبا په مهال چرته چې د رابطو او اطلاعات د ترسیل تګلاره ځپلې شوې هلته ډیجیټل كمیونیكشن وده موندې ۔ وفاقی وزیر سینیټر شبلی فراز ووئيل ډیجټیل اطلاعاتی نظام د تعلیم وركولوپه لړ كښې مرستياله ګرځيدلے او دې سره سره كاروباری هلې ځلې او د ژوند چاري روانو ساتلو له هم مرستياله ثابت شوے۔ ده ووئيل حكومت د خبريالانو لپاره په جرنلسټ پروټیكشن بل كار كوي،دا بل د میډیا آزادۍ ته وده وركولو ، د خبريالانو تحفظ او ښيګړې باوري كولو له ضروری دے۔ ده ووئيل مونږ غواړو چې زمونږ میډیا د بدليدونكو تقاضو له مخې همغږي ولري۔مونږ په پاكستان كښې د معارفي كيدونكې نړيوالې ميډيا هم هركلے كوو۔ده ووئېل حكومت د سيلګرۍ څانګې پرمختګ له خوشي لري ځګه چې دې سره به نه يواځې زمونږ كلتور ته وده ترلاسه شي بلكه د بيلو هيوادونو كلتور او روایات پيژندلو موقع له ترلاسه شي۔ سینیټر شبلی فراز ووئيل د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې حكومت او اولس د هيواد څخه د كرپشن لعنت ختمولو له لوظي دي ،زمونږ غواړو چې پاكستان په نړۍ كښې د يو سوكاله هيواد په حیثیت سره وپيژندلے شي۔ انجیلا ایجلر پاك امریكا اقتصادی مرستې ته د ودې وركولو په اړه د اطلاعات وزیر د خیالاتو هركلے وكړو۔دواړه لارښودو د ډیجټیل لټریسی ودې په اړه په بېلو چارو تفصیلی خبرې وكړې ۔ملاقات كښې د اطلاعات سیكرټری اكبر درانی او د اطلاعات وزارت اعلی چارواكي هم موجود وؤ

مضمون کا ماخذ : prêmios dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں