د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر سېنېټر شبلی فراز د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د وفاقی کابینې غونډې نه پس ميډيا ته بریفنګ

image
APP62-23 ISLAMABAD: June 23 – Federal Minister for Information and Broadcasting Senator Shibli Faraz addressing briefing the media persons about the decisions taken in the Federal Cabinet Meeting. APP photo by Irshad Sheikh

اسلام آباد 23 جون (اے پی پی) وفاقی کابینې د شوګر انکوائری کمیشن راپور په اړه د اسلام آباد هائی کورټ د اوسنۍ پريكړې هركلې كولو سره او د کمیشن راپور د سفارشاتو په اړه د سباؤن تګلارې سره د فیډرل میډیکل ټیچنګ انسټی ټیوټ ایکټ 2020ء د مجوزه مسودې منظوری وركړې ده، وزیراعظم عمران خان غنم د هيواد د اولس بنيادي ضرورت ګرځولو سره وئيلي دي د هيواد زياتې شوې آبادۍ تر مخه د اوږدې مودې منصوبه بندۍ كولو ته اړتيا ده دغسې چې د آبادۍ له مخې د غنمو پيداوار او سپلائي باوري كړې شي٬ د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیرسېنېټر شبلی فراز د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د كابينې غونډې نه پس ميډيا ته بريفنګ وركولو كښې ووئيل د شوګر انکوائری کمیشن راپور په اړه د اسلام آباد هائی کورټ د اوسنۍ پريكړې هركلي كولو سره د کمیشن راپور سفارشاتو په اړه د سباؤن تګلارې خپلولو او د فیډرل میډیکل ټیچنګ انسټی ټیوټ ایکټ 2020ء د مجوزه مسودې منظوریوركړې ده۔ وزیرِاعظم ووئيل د چینو بيعه كښې زياتوالي په اړه پلټنو لپاره کمیشن جوړول د اولس په ګټه وؤ ۔ د وزیرِ اعظم عمران خان سپارښتنې امر مطابق د ټولو خاص مرستيالو د خپلو اثاثو تفصیلات وړاندې كولو په عملد پیشرفت نه کابینه خبر كړې شوه۔ د تازه اطلاعات له مخې تر اوسه د يو صلاحكار او د درېو خاصو مرستيالو د اثاثو تفصيلات جمع کول لا پاتې دي ٬ نورو ټولو جمع کړې دي۔ سېنېټر شبلي فراز ووئېل د غنمو او اوړو بيعه كښې د كمي كولو اقداماتو په حقله د خزانې صلاحكار د غنمو صورتحال، د صوبائی حکومتونو لخوا د غنمو اغستو ، د پانګو صورتحال او د اوړو بيعه كښې د كمي كولو په اړه د صوبائی حکومتونو په مشاورت د شوو پريكړو څخه كابينه خبر كړه

مضمون کا ماخذ : فنکی پھل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں