ګرد هېواد كښې تر دې دمه د احساس اېمرجنسي پروګرام ترسېوري لاندې يو كروړ 14 لكه 69 زره نه زياتو كسانو له 138 اربه 88کروړه نه زياتې روپۍ وركړې شوې

image

اسلام آباد ۔ 25 جون (اے پی پی)ګرد هېواد كښې تر دې دمه د احساس اېمرجنسي پروګرام ترسېوري لاندې يو كروړ 14 لكه 69 زره نه زياتو كسانو له 138 اربه 88کروړه نه زياتې روپۍ وركړې شوي۔ د احساس پروګرام لخوا د جاري كړي تفصيلات له مخې په صوبائي او سيمه ايزه توګه د وېشلې شوي روپو تفصيل څه دا ډول دے۔ سندھ كښې 34 لكه 99 زره نه زياتو كسانو له 42 اربه 20 کروړه روپۍ ٬ پنجاب كښې 49 لكه 64 زره نه زياتو كسانو له 60 اربه 15 کروړه څخه زياتې روپۍ ٬ خېبر پختونخوا كښې 20 لكه 85 زره وګړو له 25 اربه 31 کروړه نه زياتې روپۍ ٬ بلوچستان كښې 5 لكه 82 زره نه زياتو وګړو له 7 اربه 8 کروړه نه زياتې روپۍ ٬ آزاد جموں و کشمیر كښې 193 زره نه زياتو وګړو له 2 اربه 36 کروړه نه زياتې ،دغسې ګلګت بلتستان كښې 84 زره نه زياتو وګړو له 1 ارب 3 کروړه نه زياتې او اسلام آباد كښې 60 زره نه زياتو كسانو له 73 كروړه روپۍ وركړې شوي۔ په وركړو روپو كښې د 1.24 اربه روپو كښې د كفالت بقايا جات ادائيګۍ هم شامله ده

مضمون کا ماخذ : کلیوپیٹرا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں