اسلام آباد 02 جولائی (اے پی پی) خارجه وزیر مخدوم شاه محمود قریشی سره د وزیر اعظم د ځوانانو چارو خاص مرستيال عثمان ډار د زيارت په ورځ خارجه وزارت كښې ليدلې دي۔د خبرو اترو په مهال د وزیر اعظم كورونا ریلیف ټائیګر فورس كاركردګۍ د كار دائرې زياتولو او ډیجیټل ټیكنالوجی استعمالو په اړه په تفصیل سره د خيالاتو څركندونه شوې ۔ عثمان ډار خارجه وزیر له د كورونا ریلیف ټائیګر فورس لپاره په معارفي كيدونكې ډیجیټل ایپلیكیشن خدوخال بريفنګ وركړے۔ خارجه وزیر ووئيل ډیجیټل ایپ د لارې ټائیګر فورس ته به ضلع، تحصیل او د وارډ په كچه خذمات ترسره كولو له مرسته ترلاسه شي۔ ډیجیټل ایپ د لارې وارډ او یونین كونسل په كچه به مانیټرنګ هم ممكن شي او دغه ډيټا به ضلعی انتظامیې ته ليږلې شي دغسې چې د خرابو مخ نيوے وكړے شي۔ خارجه وزیر د كورونا وائرس وبا مخ نيوي او په سمارټ لاك ډاؤن عملدرآمد لپاره د ډیجیټل ټیكنالوجی استعمال ستائنه كولو سره د دې موبائل ایپ په جوړولو او جاري كولو عثمان ډار له مباركي وركړه