هند پاكستان يواځې كول غوښتل اوس پخپله يوازې شوے، خارجه وزیر مخدوم شاه محمودقریشی

image

اسلام آباد 17جولائی (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمودقریشی وئيلي دي سی پیك كښې د ایران شاملولو او افغانستان كښې د امن ګټه به ټولو ته ورسي، دا د هند لپاره يو جهړق دے ۔ هند پاكستان يوازې كول غوښتل خو پخپله يوازې شوے ۔ د جمعې په ورځ هپل يو بيان كښې خارجه وزير ووئيل سی پیك كښې د ایران شمولیت د هند لپاره يو جهړق دے، د هند حكومت په اپوزیشن تنقید كوي۔ شاه محمود قریشی ووئيل چین او هند كښې تاؤ ترېښوالې سره هندی عسكر مړه او ژوبل شوي ۔ خارجه وزير ووئيل د هند بنګله دیش سره اړيكې د وړاندې غوندې نه دي پاتي۔ ده ووئيل هند پاكستان يوازې كول غوښتل خو اوس پخپله يوازې شوے۔ خارجه وزير ووئيل تيره ورځ هندي سفارتكار د كلبھوشن كومې خبرې اوريدلو نه غير تللې دي ۔ د هند سفارتكار د خبرې كولو څخه په شا كيدل او كلبھوشن ورته غږونه كول ، هندي سفارت كار تښتيدلې دې۔ شاه محمودقریشی ووئيل د هند بدنیتۍ په ښكاره ډول رامخې ته شوې ، هغوي رسنه نه غواړي۔ هغوي په شیشه اعتراض لرلو هغه هم اخوا كړې شوې وه ۔ مونږ دا هم وئيلي وو چې د يو امنيتي اهلكار نه علاوه به نور ټول اخوا كړے شي۔ شاه محمود قریشی ووئيل د امنيت ترمخه كلبھوشن يوازې نشو پرېښودلے

مضمون کا ماخذ : ٹکٹ خریدنے کے حوالے سے الفاظ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں