اسلام آباد 14 جولائي(اے پي پي) قامي صحت لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاکټر ظفر مرزا وګړو ته غږ كړے چې د لوي اختر په موقع په اېس او پيز عمل وكړې دغسې چې د كرونا وائرس د خپرېدو لاره ونيولې شي، د لوي اختر په موقع مونږ ته يو لوي چېلنج رامخې ته دے، د قام په حېث دا زمونږ اجتماعي ذمه واري ده چې د كرونا نه بچ كېدو لپاره په احتياطي تدبيرونو بشپړ عمل وكړو۔